1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کډوال آلمان لا نور هم پیاوړی کولی شي»

اژانسونه/ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۲۰, دوشنبه

د آلمان د کډوالو نوي تنظیمونکي ویلي دي چې د کډوالو کړکیج کولای شي آلمان لا هم پیاوړې کړي. خو هغه ټینګار کړی چې آلمان باید د کډوالو لپاره خپله پالیسي ساده کړي.

https://p.dw.com/p/1Gmtf
Deutschland Flüchtlinge in München
انځور: Reuters/M. Rehle

د آلمان د کډوالو چارو نوي تنظیمونکي پیتر التمایر، د یکشنبي په ورځ له «بلد زونتاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «زه په دې باور یم چې که چیري موږ وکولای شو چې د کډوالو کړکیج په سمه توګه تنظیم ګړو نو آلمان به تر هر بل وخت څخه لا پیاوړی شي.»

التمایر په همدې میاشت کې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل له خوا دې هیواد ته د راتلونکو کډوالو د تنظیمونکي په توګه وګمارل شو. هغه وایي چې د هیواد هویت او په ځان باور د دومې نړیوالې جګړې څخه وروسته اوس تر هر بل وخت څخه لوړ دی او د کډوالو په سمه توګه تنظیمول د هیواد په پیاوړتیا کې یو مهم رول لوبولی شي.

د آلمان د کډوالو چارو تنظیمونکي همداراز وویل: «زه په دې باور یم چې ۲۰کاله وروسته به هغه ماشومان او تنکې ځوانان چې اوس موږ ته پناه راوړي، ډیر شوقمن آلمانیان وګرځي.»

د هغه خبرې د میرکل له هغو څرګندونو سره همغږي لرله چې ویلي یې وو چې د کډوالو کړکیچ د تنظیم وړ دی.

Peter Altmaier Portrait
آلتمایر ټینګار وکړ چې آلمان د کډوالو د کړکیج له کبله مالیات نه پورته کويانځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

د کډوالو کړکیج د کار لپاره کوم خطر نه رامنځته کوي

د آلمان د کډوالو د چارو نوي تنظیمونکي دا ګونګوسي رد کړي چې د کډوالو د راتګ بهیر بیکاري منځ ته کوي. هغه وویل: «تکړه اقتصاد پوهان وایی چې کډوالي نوې دندې رامنځته کوي. په زرګوونه کډوال ځوانان به هغه دندې او مسلکي زدکړي ترلاسه کړي چې له کلونو راهیسې مناسب کسانو دې دندو او زدکړو ته درخواست نه کاوو او له همدې کبله د کارګرو مارکیټ هم خالي وو.»

التمایر چې د میرکل د صدارت په چارو کې وزیر هم دی، وایي چې بیوروکراسي باید کمه شي او د کډوالو د پناه غوښتنلیکونه باید په سرعت سره وڅیړل شي او هغه څوک چې د پناه غوښتنې شرایط نه پوره کوي باید ژر تر ژره بیرته خپل اصلي هیواد ته واستول شي. هغه زیاته کړه چې د نورو موضوعاتو تر څنګ به حکومت د کډوالو د ترانزیت ساحو په اړه هم یوه پریکړه وکړي.

په دې ساحو کې چارواکي د کډوالو د غوښتونلیک په اړه چټکه پریکړه کوي او هغه کسان چې د پناه غوښتني شرایط نه پوره کوي بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته استوي.

د کډوالو د راتګ بهیر ورو کول امکان نه لري

التمایر هغه غوښتني هم رد کړي چې له مخي یي باید آلمان ته د راتلونکو کډوالو په شمیر کې محدوویتونه رامنځته شي. هغه په دې اړه وویل: «موږ باید په دې پوه شو چې د کډوالو د راتګ بهیر د اوبو د نل په شان نه شو پرانیستلی او تړلی

د آلمان د بایرن ایالت لومړي وزیر او دCDU ګوند مشر هورست زیهوفر، یو ځل بیا د میرکل د کډوالو پر تګلارې نیوکه کړې او ويلي یې دي: «زموږ دا موقف تعصب او نژاد پالنه نه ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب