1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیاني د ګیلاني خبرو په قهر کړی دئ

۱۳۹۰ دی ۲۵, یکشنبه

یوې لوړپوړي پوځي سرچینې د شنبې په ورځ د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې جنرال اشفاق کیاني د ګیلاني اوسنیو څرګندونو سخت په غوسه کړی دئ. ګیلاني په اوسنیو څرګندونو کې پر پوځ نیوکه کړې وه.

https://p.dw.com/p/13juz
د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفاق کیاني او د استخباراتي شبکې ISI مشر شجاع پاشا
د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفاق کیاني او د استخباراتي شبکې ISI مشر شجاع پاشاانځور: dapd

دغي لوړپوړي پوځي سرچیني ویلي دي چي د پوځ مشر د ولسمشر آصف علي زرداري سره د لیدلو پر وخت د لومړي وزیر له اوسنیو څرګندونو څخه شکایت کړی دئ او ویلي ئې دي چې یا دي هغه د خپلو څرګندونو وضاحت وکړي او یا دي هغه بیرته واخلي، د سرچینې په وینا د پوځ مشر ویلي دي چې دغسې څرګندوني ښایې د ژورو اختلافاتو سبب وګرځي او هیواد د ستونزو سره لاس او ګریوان کولای شي.

د پاکستان لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د رواني اونۍ په پیل کې تور لګولی وو چې د پوځ او د ISI مشرانو د دولت له پوښتني پرته د غیر رسمي لیک (میمو ګیټ سکینډل) په اړه ستري محکمې ته خپل ځوابونه لیږلې ول.

د زرداري او کیاني تر منځ دغه لیده کاته په اسلام آباد کې په داسي وخت کې ترسره شول چې د غیر رسمي یاداښت پر سر د ملکي حکومت او پوځ تر منځ ترینګلتیا لا هم موجوده ده. د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر، دغه لیده کاته تائید کړي دي او ویلي ئې دي چي پر امنیتي مسایلو خبرې اترې شوي دي، خو نور ئې هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړي.

له بله پلوه د شنبې په ورځ د ګیلاني په مشرۍ د دفاعي کمیټې یوه غونډه هم تر سره شوې ده. ګیلاني په دغه غونډه کي له پوځ سره د دوستانه رویې د ساتلو هڅه کړې ده:

«زموږ دولت او پارلمان او په تیره بیا زموږ عام ولس د زړه ور پوځ او امنیتي پرسونل تر شا په کلکه ولاړ دي.» هغه زیاته کړې ده چي زما د حکومت دا پالیسي ده چي ټولو ادارو ته پخپل چوکاټ کي د کار کولو اجازه وي.

د پاکستان په ۶۴ کلن تاریخ کې له نیمايي وخت څخه زیات واک له پوځ سره پاته شوی دئ. درې واري هم د ملکي حکومت په وړاندي د پوځ له خوا کودتاه شوې ده.

پاکستاني سیاستوال او رسنۍ د اکتوبر په میاشت کي د غیر رسمي لیک د شخړه يیزې موضوع تر روښانولو وروسته د ممکنه کودتا په اړه وخت نا وخته اوازې خپروي.

د پوځ او د ملکي دولت تر منځ د ترینګلتیا اصلي لامل دغه غیر رسمي لیک دئ. د دغه غیر رسمي لیک یا یاداښت په اړه ویل کیږي چې د می په میاشت کې پلازمیني اسلام آباد ته څیرمه د بن لادن تر وژل کیدو وروسته د پاکستان له ملکي حکومت سره دا اندیښنه را پیدا شوې وه چې ګويا پوځ به د ملکي پوځ په وړاندي کودتاه وکړي.

د فایننشل ټایمز په ورځپاڼه کې په خپره شوې یوه مقاله کې یو پاکستاني سوداګر منصور اعجاز د روان کال د اکتوبر په لسمه نیټه ویلي ول چې یو لوړپوړي پاکستاني دیپلومات له ده څخه غوښتي ول چي پینټاګون ته د یو غیر رسمي لیک په رسولو کې ورسره مرسته وکړي.

په دغه لیک کې له پینټاګون څخه په پاکستان کي د ملکي حکومت په وړاندې د پوځ له لوري د کودتاه د مخنیوي په برخه کې د مرستې غوښتنه شوي وه. اعجاز بیا وروسته دغه کس په واشنګټن کې د پاکستان سفیر حسین حقاني، په توګه یاد کړ. له هغه وروسته د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اړیکې خړي پړي سوي دي.

د پاکستان د ملکي دولت او پوځ تر منځ دغه نوي شخړي واشنګټن هم اندیښمن کړی دئ، ځکه چې واشنګټن د پوځ او ملکي دولت تر منځ د ښو اړیکو غوښتونکی دئ، چي د پاکستان په ګاونډي هیواد افغانستان کې د ثبات راوستلو په برخه کي مرسته وکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی