1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«کیدای شي روسیه طالبانو ته امکانات برابروي»

۱۳۹۶ فروردین ۴, جمعه

یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې روسیه «کیدای شي» طالبانو ته په افغانستان کې چې د ناټو د ځواکونو پر ضد جنګیږي، وسلې ورکوي.

https://p.dw.com/p/2ZrvA
Deutschland Curtis Scaparrotti wird neuer Befehlshaber für die US- und Nato-Truppen in Europa
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

د ناټو لوړپوړي قوماندان او په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د قوماندې مشر جنرال کورتیس سکپاروتي، امریکایي قانون جوړونکو ته وویل چې د افغانستان په ګډون په نورو سیمو کې د روسیې د نفوذ د پراخیدو شاهد دی.

سکپاروتي د سنا د پوځي خدمتونو کمیټې ته وویل: «ما په وروستیو وختونو کې د روسیې نفوذ لیدلی دی، ډیر شوی نفوذ. دغه نفوذ کیدای شي چې طالبانو ته تر امکاناتو رسولو پوري وي.»

دغه امریکایي چارواکي د خپلو څرګندونو په اړه نور معلومات ور نه کړل.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن، هم ورته اندیښنه څرګنده کې وه. خو هغه یوازې ویلي ول چې روسیه د طالبانو دیپلوماتیک ملاتړ کوي، څو په افغانستان کي د امریکا او ناټو حضور ته زیان ورسوي. نیکولسن په خپلو خبرو کې دې ته اشاره نه وه کړې چې ایا روسیه طالبانو ته امکانات هم برابروي او که نه.

امریکایي چارواکي وایي چې په افغانستان کې تر ۱۵ کلونو جګړې وروسته اوس له طالبانو سره جګړه له یوه بنبست سره مخامخ شو ده. طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې خپل حضور پراخ کړی دی او افغان امنیتي ځواکونه بیا نه شي کولای چې په ځینو مواردو کې د هغوی مخه ونیسي.