1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري: امریکا به ۱۰ زره سوریایې مهاجرو ته هرکلۍ ووایې

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۲۳, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري اعلان وکړ چې هیواد به یې په روان مالي کال کې لس زره سوریایې مهاجرو ته هرکلۍ ووایې. مخکې تر دې اوباما په یاد شمیر کې د سوریایې مهاجرو د منلو ژمنه کړی وه.

https://p.dw.com/p/1JO5f
انځور: picture-alliance/dpa/V. Gurgah

د کډوالو یو شمیر پلویانو د واشنگټن پر حکومت نیوکه کړی وه چې د هغو مهاجرو د منلو په برخه کې ډیر سست عمل کوي چې د شخړو او جگړو له امله له خپلو هیوادونو څخه تیښتې ته اړ شوي دي. په داسې حال کې چې د اوباما مخالفین بیا انتقاد کوي چې ممکن په دغو مهاجرو کې ترهگر هم موجود وي.

خو کیري اعلان کړی دی چې امریکا متحده ایالات اوس غواړي چې ۱۰ زره هغه زیانمن شوي سوریایې مهاجر ومني چې د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو په کمپونو کې انتخاب شوي او د امریکایې استخباراتي چارواکو له خوا کنترول شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په دې توگه د هغو مهاجرو شمیر چې موږ یې منو، د تیرو کلونو په پرتله ۶ برابره زیات دی.» د هغه هدف مالي کال دی چې د اکتوبر په لومړی نیټه پیلیږي او د سپټمبر په ۳۰ پای ته رسیږي.

هغه زیاته کړه: «زه په ویاړ سره اعلان کوم چې امریکا متحده ایالات د بیړنیو مرستو په برخه کې په کراتو لویه ونډه لري. خو پوهیږو چې تر دې هم باید زیات کوښښ وکړو.»

کیري دغه خبرې اروپایې هیوادونو ته د خپل سفر څخه مخکې په واشنگټن کې د کوچني اختر په مناسبت جوړ شوې ماښامې کې کړی وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ مسکو ته سفر کوي او په هغه ځایه کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني، څو دغه هیواد د سوریې کورنۍ جگړی ته د پای ټکې ایښودلو په برخه کې لا زیاتې همکارۍ ته وهڅوي.

کیرې به په مسکو کې له پوتین سره وویني.
کیرې به په مسکو کې له پوتین سره وویني.انځور: Reuters/A. Nemenov

جان کیري د سوریې وضعه تر دویمې نړیوالی جگړی وروسته تر ټولو خراب انساني کړکیچ بولي. د سوریې د کورنۍ جگړی د پيل راهیسې تر اوسه پورې ۴،۸ میلیونه انسانان له دغه هیواد څخه تیښتې ته شوي دي.

که څه هم امریکا متحده ایالات په عنعنوي توگه د کډوالو له پاره یو تر ټولو سخاوتمند کوربه هیواد بلل کیږي، خو د سوریې د کړکیچ اړوند دغه هیواد د خپل سست غبرگون له امله له انتقاد سره مخامخ دی.

لبنان او اردن چې له سوریې سره گډه پوله لري، د خپلو امکاناتو څو چنده زیات سوریایې مهاجر منلي دي. همدارنگه د اروپا سواحلو ته د بې شمیره مهاجرو راتگ په دغه وچه کې د مهاجرت د کړکیچ رامنځته کیدو سبب گرځیدلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د ټاکنو له پاره نوماند دونالد ترامپ، په وار وار سره پر اوباما تور لگولی دی چې په سلگونه زره سوریایې مهاجرو ته اجازه ورکوي چې بې له امنیتي کنترول څخه د امریکا متحده ایالاتو خاوری ته ننوزي.

دغه لس زره سوریایې مهاجر چې د ملگرو ملتونو په کمپونو کې امریکا ته د استول کیدو په خاطر انتخاب شوي، د جگړو له امله زیانمن شوي خلک دي. په دوی کې کونډې، سپین گیري او معیوب اشخاص شامل دي چې د امریکایې چارواکو له خوا د امنیتي پلوه بررسي شوي دي. ټاکل شوی ده چې دغه مهاجر به د سپتمبر میاشتې تر ۳۰ نیتې مخکې امریکا متحده ایالاتو ته واستول شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب