1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ونومول شو

مسعود جهش (فرانس پرس، رویترز، د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۱ دی ۲, شنبه

اوباما، جان کیري د بهرنیو چارو د راتلونکي وزیر په توګه نومولی دی. هغه ویلي دي ‎چې دی د دې دندې له پاره تر ټولو ښه انتخاب دی «کیري به په ښه ډول دیپلوماسي رهبري کړي».

https://p.dw.com/p/177rF
انځور: Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې دغه موضوع اعلان کړه. که سناتور جان کیري د امریکا د سنا له خوا تأیید شي نو هغه به د امریکا د اوسنۍ بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، ځای ونیسي.

ولسمشر اوباما په یوه خبري کنفرانس کې د دې خبر د اعلانولو پر مهال وویل چې د سناتور جان کیري ټول ژوند، هغه د دې دندې له پاره چمتو کړی دی. د اوباما په خبره نړیوال د سناتور جان کیري د کاري ژوند له کبله، هغه ته په درنه سترګه ګوري.

اوس سناتور جان کیري د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشري پر غاړه لري. د جان کیري تر څنګ په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې سوزن رایس، هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاره په پام کې نیول شوې وه خو هغې تیره اونۍ دغې دندې ته د په پام کې نیول شوو کسانو له ډلې څخه خپل نوم وایست.

سناتور جان کیري چې ۶۹ کاله عمر لري د دموکراتانو له ګوند سره تړاو لري. هغه په ۲۰۰۴ کال کې د همدې ګوند له خوا د امریکا د ولسمشرۍ له پاره هم نومول شوی وو. سناتور جان کیري، د سیاست په ډګر کې د بارک اوباما په ډیر مطرح کیدو کې هم پیاوړی رول لاره.

د امریکا د بهرنیو چارو اوسنۍ وزیرې مېرمن هیلري کلنتن، ویلي دي چې هغه غواړي د راتلونکي کال د جنوري میاشتې په ۲۰ نیټه، کله چې بارک اوباما خپله دویمه کاري دوره پیلوي، خپله دنده پای ته ورسوي.

د دې له پاره چې سناتو جان کیري د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شي باید هغه د امریکا د سنا له خوا تأیید شي‎. اوباما ویلي دي چې دغه بهیر به په چټک ډول ترسره شي.

تر هغه وروسته چې ولسمشر اوباما د سناتور جان کیري نوماندي اعلان کړه، هغه له خپلې کورنۍ سره یو ځای «هوايي» ټاپو ته د کریسمس د رخصتيو له پاره روان شو.

مسعود جهش (فرانس پرس، رویترز، د آلمان خبري آژانس)
نسیم صابر