1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري، د اوکراین د ناآرامیو له پاره روسیه گرمه بولي

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۳ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، پر روسیې باندې تور لگولی دی چې د اوکراین په ختیځې برخې کې یې ناآرامۍ راپارولي دي. له بلې خوا چاواکو ویلي دي چې په دغه سیمه کې مظاهره کوونکو ۶۰ کسان برمته نیولي دي.

https://p.dw.com/p/1BeB9
انځور: Reuters

جان کیري دي سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې د سنا د بهرنیو چارو جرگه گۍ ته وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قصدي توگه هڅه کوي چې د اوکراین مؤقت حکومت بې ثباته کړي. هغه وویل: «هغه څه چې موږ یې د روسیې له خوا وینو یوه غیر قانوني هڅه ده چې غواړي حاکم حکومت بې ثباته کړي او د داسې عاملینو په واسطه چې پیسې تر لاسه کوي د یوې نړیوالې پولې بلې غاړې ته یو طرحه شوی ناروین رامنځ ته کړي »

د یکشنبې په ورځ روسي پلوو مظاهره کوونکو د اوکراین په چارکوف، دونڅک او لوهانسگ ښارونو کې دولتي ودانۍ ونیولې. په کیف کې د اوکراین مؤقتي حکومت ویلي دي چې روسیې دغه مظاهرې سازماندهي کړي دي تر څو د کریمیا په څیر د اوکراین نورې سیمې هم ناآرامه کړي. تر دې مخکې په کریمیا کې تر ورته ناآرامیو وروسته یو ریفرنډم یا ټول پوښتنه وشوه چې په پایله کې یې دغه سیمه د روسیې له فیدراسیون سره یوځای شوه.

کیري سنا ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د روسیې له خوا ترسره شوي اقدامات ښيي چې دغه کسان [مظاهره کوونکي] هلته د گډوډیو د رامنځ ته کولو په موخه استول شوي دي. کیرې وویل چې دغه مظاهرې هم د کریمیا په څیر [د روسیې له خوا] پوځي مداخلې ته لاره هوارول دي.

پلان شوې ده چې کیري به خپل روسی سیال سیرگي لاوروف سره په بروکسل کې په راتلونکي اوونۍ کې وویني. متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د اوکراین د کړکیچ په اړه له روسیې سره خبرې اترې په لاره اچولي دي خو روسیه وایي چې په اوکراین کې له رامنځ ته شوي وضعیت سره کوم تړاو نه لري.

په وروستیو وختونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې د اوکراین د سویلي او ختیځې برخې اوسیدونکو ته چې په روسي ژبه خبرې کوي باید اجازه ورکړل شي چې په نړیوالو خبرو اترو کې گډون وکړي. هغه همداراز له دې څخه انکار کړی دی چې روسیه په قصدي توگه د اوکراین پر خلکو باندې د تاثیر اچولو هڅې کوي.

په همدې حال کې کیري د سه شنبې په ورځ گواښ وکړ چې که مسکو له واشنگټن سره د اوکراین په برخه کې همکاري و نه کړي نو پر دغه هیواد باندې به لا سخت بندیزونه ولگول شي.

د برمته نیولو نامعلومه وضعیت

له بلې خوا د اوکراین امنیتي ځواکونو د سه شنبې په ورځ ادعا وکړه چې مظاهره کوونکو په لوهانسگ ښار کې په دولتي ودانیو کې ۶۰ کسان برمته نیولي دي. ویل کیږي چې برمته نیوونکو له ځان سره وسلې او چاودیدونکي مواد هم لري.

خو د مظاهره کوونکو له ډلې څخه یو تن یې له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې دغه موضوع رد کړې ده او ویلي یې دي چې نه له ځان سره وسلې لري او نه یې هم څوک برمته کړي دي.