1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیري: د توغندي آزموینه به «لویه تیروتنه» وي

DW (dpa, AFP, AP, Reuters)/ سید ریاض۱۳۹۲ فروردین ۲۴, شنبه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري شمالي کوریا ته خبرداری ورکړی دی، چې د منځني واټن توغندي آزموینه تر سره کول به «لویه تیروتنه» وي. هغه همداشان په چین باندې د ترینګلتیا د راکمولو له پاره د مرستې غږ کړی دی.

https://p.dw.com/p/18FFK
انځور: Reuters

جان کیري د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اپریل د میاشتې دولسمه) د سویلي کوریا په پلازمینه سویل کې خبریالانو ته وویل: «که چیرې (د شمالي کوریا مشر) کېم جونګ اون، پریکړه وکړي چې د جاپان د سمندرګي او یا هم په کوم بل لور د توغندي آزموینه تر سره کړي، نو دا په دې معنا ده چې هغه په خپله خوښه غواړي ټوله نړیواله ټولنه له پامه وغورځوي.»

د متحده ایالاتو دغه لوړپوړی چارواکی د جمعې په ورځ سیمې ته د خپل څلور ورځني سفر د پیل په لومړۍ ورځ د سویلي کوریا پلازمینې ته رسیدلی دی.

کیرې د جمعې په ورځ په سویل کې وویل: «دا به د کېم جونګ اون، له خوا لویه تیروتنه وي، که داسې څه ترسره کړي، ځکه چې دغسې یو ګام به دغه هیواد نور هم منزوي کړي» کیري په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې شمالي کوریا به د یوه اتومي قدرت په توګه و نه منل شي.

کیري په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د کوریا په نیمه ټاپو کې د ترینګلتیا د راکمولو له پاره د ټولو اړخونو په شمول د چین، همکارۍ ته اړتیا ده. کیري وویل چې چین د دې وس لري چې بدلون ته لاره هواره کړي.

په عین وخت کې کیري د شنبې په ورځ چین ته رسیدلی دی چیرې چې به هغه د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پېنګ او همداشان د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وویني.

د کیري دغه سفر د پینتاګون د یوه استخباراتي ناندرییز راپور د بربنډیدو څخه یوه ورځ وروسته تر سره کیږي چې په کې ویل شوي وو چې ښایي شمالي کوریا په بلسټیک توغندیو د اتومي سرګلولو د نصبولو وس ولري.

د متحده ایالاتو د دفاع استخباراتي ادارې (DIA) راپور، د کلوراډو د استازي Doug Lamborn له لوري د پنجشنبې په ورځ د کانګریس په استماعیه غونډه کې بربنډ شوی وو.

د متحده ایالاتو چارواکو او خپله کیري هم له دغه راپور څخه فاصله نیولې. کیري ویلي وو: «دا به سمه نه وي چې دا ومنو چې شمالي کوریا آزمویل شوې، پرمختللې وړتیاوې لري.»

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کیرني ویلي دي: «شمالي کوریا د دې وړتیا نه لري چې په اتومي وسلو سنبال توغندی وتوغوي.» د سویلي کوریا د دفاع وزرات ویاند هم ویلي دي چې د شمالي کوریا په وسلو د سنبالو توغندیو د وړتیا په اړه شکمن دی.