1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیلر: له ترکیې سره د مهاجرو په اړه تړون ګټه نه لري

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

په اروپا کې د ترکي سیاستوالو د ټولپوښتنې کمپاینونو د مخنیوي جنجال ته په کتو سره د اروپا په پارلمان کې د زرغون ډلې استازې سکا کیلر، د اروپایې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه د ترکیې په مقابل کې د ګډ دریځ نیولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/2ZAC9
Symbolbild Aufhebung Visumspflicht für türkische Staatsbürger
انځور: Getty Images/C. McGrath

سکا کیلر، د «رور نخریشتن» خبري آژانس د سه شنبې ورځې په ګڼه کې غوښتنه وکړه چې پر ترکیې دې اقتصادي فشار زیات کړای شي. د زرغون ډلې دغه اروپایې سیاستوالې وویل: «د ګمرکي اتحاد د پراخوالي له پاره خبرې اترې، پر ترکیې د نفوذ او برلاسي امکان ته زمينه مساعدوي.»

کیلر زیاته کړه: «اردوغان د ګډ اقتصادي کار د پراخولو او سوداګریزو خنډونو د لیري کولو په برخه کې ډیره لیوالتیا لري.» د زرغون ډلې دغې سیاستوالې زیاته کړه: «موږ باید دا وښیوو چې له ترکيې سره د اروپایې اتحادیې د ګمرکي اتحاد پراخوالی ممکن نه دی.»

د دغې سیاستوالې په نظر، په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب پر سر له خبرو اترو څخه لاس اخیستل، څرنگه چې د مختلفو اړخونو له خوا وخت په وخت دغه موضوع مطرح کیږي، «یواځي سمبولیک» اهمیت لري. کیلر زیاتوي: «په هر حال په اوسنی وخت کې په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب پر سر خبرې اترې په دې وخت کې کومې نتیجې ته نه رسیږي.»

د هغې په خبره «اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې د مهاجرو په اړه له ترکیې سره د مهاجرو له تړون سره مخه ښه وشي.» د اروپا په پارلمان کې د زرغون د ډلې نوموړې استازې نیوکه کوي: «له دې موافقې سره د اروپایې اتحادیې غړو هیوادونو، تر ټولو په لومړي ګام کې آلمان په بشپړ ډول ځان اردوغان پورې تړلې دی.»

د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د مهاجرو په اړه د اروپایې اتحادیې او ترکیې تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې ټول هغه مهاجر چې له ترکیې څخه یونان ته داخلیږي، پر دې موافقه شوې چې ترکیه یې باید له یونان څخه بیرته ومني. د دې په بدل کې اروپایې اتحادیه باید د هر یوه سوریایې مهاجر چې ترکیه یې له یونان څخه بیرته قبلوي، یو بل سوریایې مهاجر په قانوني توګه د اروپایې اتحادیې غړونو هیوادونو ته انتقال کړي.

سربیره پر دې اروپایې اتحادیې په ترکیه کې د سوریایې مهاجرو د پالنې لګښت له پاره دغه هیواد ته د میلیاردونو مرستې ژمنه ورکړې. د دغې موافقې تر عملي کیدو وروسته د ترکیې له لارې لویدیځ اروپایې هیوادونو ته د مهاجرو د راتګ په بهیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. په دې وروستیو کې د انقرې حکومت اروپایې اتحادیه په پرله پسې ډول د دغې موافقې یا تړون پر لغوه کولو ګواښي.

د دې ترینګلتیا، اصلي دلیل په دې وروستیو کې په آلمان، سویډن، اتريش او هالنډ کې د ترکېې د حکومت د هغو کمپاینونو مخنیوی په ګوته کیږي، چې ترکي سیاستوالو د خپل هیواد د اساسي قانون د اصلاحاتو په موخه د یوې ټولپوښنې په پلیتوب په لاره اچولي دي.