1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کینیا: چاودنې لږ تر لږه ۳۳ تنه ټپیان کړي دي

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/153k2

د کینا په پلازمینه نیروبي کې د دوکانو په یوه وړوکي مارکیټ چاودنه رامنځ ته شوې ده. په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۳۳ تنه ټپیان شوي دي. د پولیسو د وینا له مخې ښایي دغه چاودنه د برقي خرابې یا شارتې له امله رامنځ ته شوي وي. خو د دغه هیواد لومړی وزیر وایي چې دا یو قصدي عمل وو. د سومالیه د الشباب په نوم اسلامي وسله والې ډلې گواښنه کړې چې پر دغسې بریدونو به لاس پورې کړي. خو بیا وروسته د پولیسو له خوا یوه بیانیه خپره شوې ده چې په کې ویل شوي دي لا تر اوسه پورې د پیښې علت نه دئ معلوم. پولیسو د پیښې پلټنه پیل کړې ده.