1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېدای سي روسيه هم پر اروپا بنديزونه ولگوي

دويچه ويله: مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۵, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي پر لوېدیځو هيوادونو باندي بندیزونه وضع کړي. هغه دا پریکړه پر خپل هيواد باندي د لویدیځ له خوا د بندیدیزونو تر سختیدو وروسته کړې ده. پوتين گواښ کړی دی چې یو «مناست اقدام» به وکړي.

https://p.dw.com/p/1CpTn
انځور: Reuters

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني د بندیزونو پر وړاندي به اقدام وکړي. پوتین د اوکراین کړکېچ له کبله پر خپل هیواد باندي لگیدلي بندیزونه وغندل او هغه یې د نه منلو وړ وبلل. هغه وویل: «ما نن د دغو بندیزونو پر وړاندي د ورته اقداماتو امر وکړ.»

د روسي رسنیو په حواله پوتین ویلي دي چې د بندیزونو پر وړاندي غبرگون باید د لوېديځ له بنديزونو سره متناست وي، خو هغه ټینگار کړی دی چې له دې کبله باید روسي شرکتونه زیانمن نه شي.

ميدویديف د سختو اقداماتو گواښ کړی دی

د روسیې لومړي وزیر دیمیتري ميدویديف گواښ کړی دی چې روسیه به د اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو پر وړاندي ورته اقدامات وکړي. پر روسیې باندي د وضع شویو بندیزونو له کبله د روسیې «دوبرولیوت» هوایي شرکت سخت تاواني شوی دی.

دغه هوایي شرکت په روسيه کې ارزانه پروازونه لري چې ویل کیږي د دوشنبې په ورځ د خپلو پروازونو درولو ته اړ شوی دی.

تر اوسه پوري روسي چارواکو د اروپايي ټولني او امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو پر وړاندي بې تفاوتي ښووله خو کارپوهان په دې باور دي چې بندیزونه کیدای شي د دغه هیواد اقتصاد له کړکېچ سره مخامخ کړي.

امریکا متحده ایالاتو او اروپايي ټولني له هغه وروسته پر روسیې باندي خپل بندیزونه سخت کړل چې د هغوی په خبره روسیې پر اوکرایني بېلتون غوښتونکو باندي له خپل نفوذ څخه کار نه واخیست.

پر روسیې باندي بل تور دا دی چې په اوکراين کې بېلتون غوښتونکو ته وسلي او روزنه ورکوي. خو روسیه تل دغه تورونه ردوي.

د لوېدیځ له خوا د روسيې پر بانکونو باندي بندیزونو، د وسلو او تکنالوژۍ پر سکتورونو باندي اغېزه کړې ده.

د سایبریا پر سر د پروازونو منع کول؟

د «ویدمستي» روسۍ ورځپاڼي په حواله روسیه کیدای شي د سایبریا پر سر د اروپايي شرکتونو پروازونه محدود کړي او یا یې په بشپړه توگه منع کړي. دغه شان یو اقدام کیدایي شي چې اروپايي هوایي شرکتونه د خپلو اسیاسي سیالانو پر وړاندي ضعیفه کړي ځکه د سایبریا پر سر د پروازونو منع کیدل به هم د پرواز وخت اوږد کړي او هم به ډیر لگښت ولري. خو دغه موضوع به پخپله روسیې ته هم تاوان ورسوي ځکه په دې ترتیب سره به د هوایي ترانزیت له لاري خپل ډیر عواید له لاسه ورکړي.

ویدمستي لیکلي دي چې د سایبریا پر سر د پروازونو منع کیدل به ښايي آلماني «لوفتنزا» بریتانیاوي «بریتش ایرویز» او فرانسوي «ایر فرانس» هوایي شرکتونو ته په هرو درو میاشتو کې یو میلیون ډالر اضافي لگوښونه رامنځ ته کړي.