1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېدای سي په تاجيکستان کي د روسيې پوځي اډه فعاله سي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۱۹, سه‌شنبه

په افغانستان کي د امنيتي وضعيت د بدتره کېدو له وجي په تاجيکستان کي د روسيې د پوځي اډې د فعاله کېدو امکانات نور هم ډېر سوي دي. په دوشنبې کي د روسيې سفير په افغانستان کي روان وضع د اندېښ وړ بللې ده.

https://p.dw.com/p/1AVsw
انځور: DW

په تاجيکستان کي د روسيې سفير ايګور لياکين فرولوف، د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۰) له روسۍ ورځپاڼي «کومرسانت» سره په مرکه کي ويلي دي چي په تاجيکستان کي به د روسيې پوځي اډه بيرته په هغه صورت کي فعاله سي که په افغانستان کي خراب وضعيت د تاجيکستان يا د «ډله ييز امنيت تړون» و کوم بل غړي هيواد ته خطر متوجه وي.

هغه وويل: «له دغي اډې [د روسيې پوځي اډه] څخه کېدای سي په هغه صورت کي کار واخيستل سي چي تاجيکستان يا د ډله ييز تړون بل کوم غړي هيواد ته فوري ګواښ متوجه وي. د پوځي اډې د تړون په شرايطو کي دغه شان يو شرط ذکر سوی دی.»

هغه ويلي دي چي دغه شان يو اقدام به له تاجيکستان سره په همږغۍ ترسره کيږي.

فرولوف وويل: «د څو مياشتو مخکي ارزونه چي ويل کېده په افغانستان کي امنيتي وضعيت مخ پر ښه کېدو دی او تاجيکستان ته مخامخ ګواښ نه دی متوجه، خو اوس زموږ له همکارانو سره د تماسونو له مخي په دغه هيواد کي وضعيت د اندېښنې وړ دی. دا يو اصل دی چي موږ بايد يو ښه راتلونکي ته هيله مند يو، خو تياری و يو بد حالت ته ونيسو.»

په تاجيکستان کي د روسيې سفر وويل چي په افغانستان کي د امنيتي وضعیت له خرابېدو سره په تاجيکستان کي د روسيې د پوځي اډې د فعاله کېدو امکانات ډيريږي. هغه د دې پوښتني په جواب کي چي د افغانستان او تاجيکستان پولي ته به د روسيې سرحدي ځواک ولېږل سي وويل:

«په روان وخت کي د تاجيکستان نزدې ۱۶ زره سرحدي ځواک په بشپړه توګه د دې توان لري چي د سرحد ساتنه وکړي. د تاجيکستان سرحدي ځواک ښه روزل سوی دی او د هغوی ډيرو افسرانو په روسيه کي زده کړي دي.»

روسيې له تاجيکستان سره د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر مياشت کي داسي يو تړون لاسليک کړ چي له مخي به يې په تاجيکستان کي ۳۰ کاله نور يعني تر ۲۰۴۲ کاله پوري پوځي اډه ولري. په تاجيکستان کي د روسيې د پوځي اډې موده د ۲۰۱۴ کال په جون مياشت کي پای ته رسېدله.

اوس روسيه په تاجيکستان کي درې پوځي اډې لري چي نزدې ۶۰۰۰ روسي عسکر پکښې مېشته دي.

د دې تړون په مقابل کې روسیه لا ډیرو تاجیکي کډوالو ته اجازه ورکوي چې په دې هیواد کې کار وکړي. روسیې له افغانستان څخه دې هیواد ته د تاوتریخوالي او د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي له پاره له خپل وفاداره ملگري تاجیکستان څخه مرسته غوښتې ده.

روسيه د تاجیکستان په گاونډیو هیوادونو ازبکستان او ترکمنستان کې د تاجیکستان په پرتله لږ نفوذ لري.