1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کېري په ناڅاپي ډول کابل ته ورسېد

رويترز، نسيم صابر۱۳۹۲ فروردین ۵, دوشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جان کېري، په ناڅاپي ډول کابل ته سفر وکړ. دی به هلته له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري چې د خبرو موضوع افغانستان ته د ثبات راوستل په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/183kZ
انځور: Reuters

کېري او کرزی به په ګڼ شمېر موضوعګانو باندې خبرې وکړي، چې په افغانستان کې د پخلاينې تر څنګ د امنيتي مسووليتونو لېږد او د افغانستان راتلونکي انتخابات هم په کې شامل دي. دغه خبره د متحده آيالاتو يوه چارواکي خبريالانو ته کړې ده.

د کرزي حکومت هڅه کوي چې په رسمي توګه له طالبانو سره خبرې اترې پيل کړي. ټاکل شوې ده چې کرزی به په لنډ وخت کې قطر ته سفر وکړي د دې لپاره چې د سولې پر بهير خبرې وکړي او د طالبانو د يوه دفتر پر پرانستلو باندې هم له نورو سره وغږيږي. دا به وروسته له هغې چې دغه خبرې په ټپه درېدلې دي، لومړی ځل وي چې افغان ولسمشر په قطر کې له طالبانو سره د سولې په سر د خبرو په بهير کې ونډه اخلي.

د متحده آيالاتو چارواکي د کرزي د سفر په هکله وويل: «زه نه غواړم چې تر حده ډېر ارزښت ورکړم خو فکر کوم چې دا يوه مثبته نخښه ده. دا په هغه لاره باندې پل ايښودل دي چې هدف يې د پخلاينې د يو ډول بهير رامنځ ته کول دي.» دغه چارواکي زياته کړه: «هيڅوک دا تمه نه لري چې دفتر به په يوه اوونۍ کې پرانستل شي. هيڅوک دا تمه نه لري چې دی به د يوې اوونۍ په ترڅ کې له طالبانو سره کښېني. دا په يوه اوږده پروسه کې يو بل وړوکی خو مثبت ګام دی.»

د امريکا د متحده آيالاتو او افغانستان تر منځ ترينګلتيا په تېرو څو کلونو کې د هوايي بريدونو د ملکي مرګ ژوبلې، شپنيو عملياتو او د بنديانو د خوشې کولو په سر زياته شوې وه.

نوموړي امريکايي چارواکي دا هم ويلي دي چې کېري غوښتل پاکستان ته سفر وکړي، خو دا چې د می په ۱۱مه نېټه به هلته انتخابات تر سره کيږي او په اول ځل به يو ملکي حکومت د بل ملکي حکومت ځای ناستی کيږي، نو ده د خپل لومړي تصميم څخه ډډه وکړه، د دې لپاره چې دا تصور رامنځ ته نه شي چې ګويا ده هڅه کوله په دغه بهير کې لاسوهنه وکړي.