1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګابریل باید په سعودي عربستان کی تعادل وساتي

حاجره حرکت / آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۱۷, یکشنبه

که د آلمان د اقتصاد د وزير په خوښه وي، په سعودي کي به یوازي د اقتصادي مناسباتو په باب خبري وکړي. خو سعودي ته د ګابريل سفر د انټرنټي فعال رایف بدوي سرنوشت تعینوي. متحده عربي امارات او قطر هيوادونه هم په دې سفر کي شامل دی.

https://p.dw.com/p/1EnHQ
انځور: picture-alliance/dpa/B. v. Jutrczenka

د آلمان د اقتصاد وزير او د حکومتي ګوند سوسيال ډيموکراټ رئيس زيګمار ګابريل و سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کي د بشري حقونو موضوع مطرح کړې ده. نوموړي د سعودي په پلازمېنه رياض کي وويل چي د انټرنټي فعال رايف بدوي د شکنجو په تړاو د سعودي حکومت بايد تنقيد پر ځان ومني.

د آلماني وزير په وينا دا يوه عامه خبره ده چي په نړۍ کي انسانان د دغه ډول پيښو سره دلچسپي ښيي. ګابريل د آلمان څخه د پرواز تر مخه په هوايي ډګر کي د بشري حقونو د فعالينو سره ژمنه کړې وه چي په سعودي کي به د رايف بدوي موضوع مطرح کړي. د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د مارچ ۸مه) د ګابريل او د سعودي عربستان د ولي عهد شاهزاده مُقرِن بن عبدالعزيز تر منځ ملاقات پلان شوی دی. دا چي ايا په دغه ملاقات کي به هم د رايف بدوي موضوع مطرح شي که نه، لا نه ده څرګنده.

سعودي عربستان د انټرنټي فعال بدوي د سزا په تړاو نړيوال تنقيدونه ردوي. د سعودي د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي په خپلو داخلي موضوعاتو کي بهرنۍ مداخله نه مني. ۳۱ کلن رايف بدوي پر خپله انټرنټ پاڼه د اسلام د سپکاوي کولو په تور په لس کاله بند او د ۱۰۰۰ دُرو په وهلو جزايي دی.

تر يو مليون زيات لاسليکونه

ګابريل د شنبې په ورځ و خليجي هوادونو ته خپل څلور ورځنی سفر پېل کړ. هغه له ځان سره په دې سفر کي ۱،۱ ميلون امضا ګانې چې د رايف بدوي د آزادۍ د غوښتنې په اړه راټولي شوي وي له ځان سره وړي دي. آلماني وزير د سفر د پېل څخه تر مخه لا وعده کړې چې د سعودي عربستان د چارواکو سره په خبرو کي به د بدوي د آزادۍ په اړه وغږیږي.

ګابريل خليج ته په سفر کی دوه ماموريته پر غاړه لري.هغه بايد د اقتصاد د وزیر په توګه دروازې خلاصونکی واوسیږي او هم د آلمان د ژمنتیا په اړه پيغام ورسوي. هغه د آلمان د صدراعظمې د معاون په توګه يو لوړ پوړی چارواکی دی چې ریاض ته سفر کوي. د هغه راهیسي چی اسلامي دولت IS په سوريه، عراق کي او هم په دې ورستیو وختونو کې په لیبيا کي نفوذ پیدا کړی دی ورسره په سعودي عربستان کي سخت دريځه اسلامي رژيم يې هم د نویو چلنجونو سره مخامخ کړی دی.

رايف بدوي په لسو کالو بند محکوم شوی
رايف بدوي په لسو کالو بند محکوم شویانځور: privat

نوري حساسی موضوع ګاني د زيګمار ګابریل لپاره د نظامي وسلو صادرات او د «اسلامی دولت» يا ترهګري ډلې داعش په باب دي. سعودی عربستان په ۲۰۱۲ م کال کي د آلمان وسلو او تجهیزاتو يو لوی رانیوکی هیواد وو. لکه څنګه چې د فدرالي آلمان امنیتي شورا پریکړه کړې ده، اوس مهال اجازه نه ورکول کيږي چي هيڅ ډول نظامي تجهیزات پر سعودي عربستان وپلورل سي.

د آلمان د اقتصاد وزير په خپل دې سفر کي سره له دې چې د يو سل کسيزه هیئت له خوا بدرګه کیږي، په شعوري ډول و نه غوښتل چې هيڅ کوم پوځي استازی له ځان سره بوځي. جرمني خپل د نظامي تجهیزاتو نه استول په سیمه کی ناوړه وضيعت بولي، خو سعودي عربستان بيا وايې چې د ترهګري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه کی په نړیوال ائتلاف کي شامل دی.