1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګارډين:د تروريزم پرضد مبارزې تر ترهګرۍ بتره وضعه رامنځ ته کړې

۱۳۸۷ آبان ۱۶, پنجشنبه

د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د وچ باغتو پر کلي باندي د امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کي تر 40 ډير ولسي وګړي وژل سوي دي

https://p.dw.com/p/Foc9
د امريکايي ځواکونو د بمباريو قربانيان د کندهار ميرويس روغتون ته د انتقال پر مهال
د امريکايي ځواکونو د بمباريو قربانيان د کندهار ميرويس روغتون ته د انتقال پر مهالانځور: AP

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ د وینا له مخه په افغانستان کي د نړیوال ایتلاف په یوه هوايي بريد کي ښورښیانو ملکي خلک پرې نه ښودل چي ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. هغه پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، چي د عیني شاهدانو د ویناو له مخه یاغیانو د دوشنبې په ورځ ولسي وګړي مجبوره کړل چي د جګړې په ساحه کي پاته سي. ویل سوي دي چي د نړیوال ایتلاف او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتوکي 9 تنه طالب جنګيالي وژل سوي دي. د متحده ایالاتو د پوځ په خبرتیا، کي د ولسي وګړو د مړو څخه خبره نه ده سوې.

د نیویارک ټایمز په نړیواله خپرونه، هرالد تریبون کي د هغي ورځپاڼي د یوخبریال له خولي د نوموړي پيښي په هکله یو رپوټ چي د پنجشنبې په ورځ خپور سوی داسي راغلي دي:« دکندهار د والي ویاند، زلمي ایوبي وویل چي د دوشنبې په ورځ ناوخته د نوموړي ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د وچ باغتو سیمي ته نژدې د طالبانو او ایتلافي ځواکونو ترمنځ نښته روانه وه. بیا وروسته په هوايي ببماريو کي یوه حویلي وویشتله سوه چي په هغې کي د واده مراسم پر ځای کیدل. ایوبي دغه پیښه په خپلو الفاظو داسي بیان کړه:« له بده مرغه یوې هوايي ببمارۍ په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کي یو زیات شمير خلک ووژل».

د هرالد تریبون د ورځپاني د رپوټ په دوام د سیمي د یوه اوسیدونکي، عبدالجلیل چي 37 کاله عمر لري او د هغه د خورځې واده و، په ببمار سوې سیمه کي د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته وویل چي:« د دوشنبې په ماښام ناوخته د هغه له کور څخه یو کیلو متر لیري د طالبانو او امریکايي سرتیرو تر منځ نښته وه، خو جنګي الوتکي د هغه پر کور ببمارۍ وکړې، 37 کسان ووژل سول چي په هغو کي، 23 ماشومان او لس تنې ښځي او څلور نارینه شامل دي.» عبدالجلیل اسوشیتد پرس ته زیاته کړه. بیا وروسته له ببماریو څخه امریکايي عسکرکلي ته راغلل او په پلټنه يې لاس پوري کړ او یو څو نارینه يې ونیول. هغه وویل:« وروسته له هغه چي امریکايي سرتیرو وليدل چي ولسي وګړي وژل سوي، موږ ته يې اجازه وکړه چي مړي ښخ کړو».

په بمبار کي ټپي سوی کوچنی
په بمبار کي ټپي سوی کوچنیانځور: picture-alliance/dpa

د هرالد تریبون په رپوټ کي راغلي دي، په کندهار کي د میرویس روغتون یو ډاکتر، چی نوم يې قدرت الله حکیمي معرفي سوی، په تیلفون کي وویل:« ددې پيښي وروسته روغتون ته 22 ښځي او 6 ماشومان راوړل سوي او بستر سول.»

د هوايي ببماریو او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو په هکله قهر او غوسه په افغانستان کي ډيره سوې ده. د وروستۍ پیښي په هکله د افغانستان حکومت هم سمدلاسه د چهارشنبې په ورځ غبرګون ښکاره کړ. جمهور رییس حامد کرزي،په کابل کي یوه خبري کنفرانس کي د شاه ولي کوټ ادعا سوي حملې ته په اشارې سره وویل، د امريکا د نوي جمهورريس څخه د افغانستان «لومړۍ غوښتنه» داده چي د ولسي وګړومرګ ژوبلو ته د پای ټکي کښېښودل سي.

کرزي وویل:« د تروریزم پرضد جګړه زموږ پرکلیو باندي له ببماریو سره پای ته نه رسیږي.کله چي نوی جمهور رییس خپل دنده پیل کړي، زما لومړۍ غوښتنه به له هغه څخه دا وي چي ولسي مرګ ژوبلو ته دي خاتمه ورکړي او جګړه هغو ځالو او پناه ځایونو ته و غځوي، چي ترهګر پکښي پټ دي.»

په افغانستان او عراق کي جګړې د امریکا د نوي جمهور رییس لپاره ستري ننګوني دي.په برتانوۍ ورځپاڼه، ګاردین کي،Jonathan Steele په خپله یوه مقاله کي د اوباما، دغو ننګونو ته په اشارې سره، تر دې عنوان لاندي چي «هغه اوس باید د ترور ضد جګړې د پای اعلان وکړي» لیکي: د ډیپلوماسۍ لپاره د اوباما غوره والی کولای سي چي له ایران، عراق او افغانستان سره د نوو ځانګړو اړیکو له ټینکولو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو جنګي الوتکي د بمباريو په حالت کي
په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو جنګي الوتکي د بمباريو په حالت کيانځور: picture-alliance/ dpa

Jonathanد خپلي مقالې په سر کي د جمهور رییس په توګه د اوباما ټاکل کیدو او په افغانستان کي د شا ولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کي د ولسي وګړو وژل کیدو ته په اشارې سره وايي:« یوه ورځ د خوشحالۍ، خو بیا یوه ورځ د وحشت او ویري. حتی په داسي حال کي چي امریکايي راییو ورکونکو نړۍ ته هغه یو سړی ورکړ چي د نظريو احصاییو له مخه تقریباً په هر هیواد کې پلوي کیږي، خو د هغه د سلف ویرونکي میراث همدا اوس منتخب جمهور ريس تر دروند پيټي لاندي راوستی»

د ګاردین د مقالې لیکوال،Jonathan وايي:« په افغانستان کي تیره ورځ 23 ماشومان او لس تنې ښځي په هغه جګړه کي ووژل سول، چي د تروریزم ضد په نامه پیل سوې، هغه جګړه چي په خپله لړۍ کې تر ترور بتره ناخواله وضعه رامنځ ته کړې ده.

د ګاردین مقاله لیکونکی Jonathan وايي: د یوې کرغیړني جګړې پر ضد د اوباما دریځ په حقیقت کي د هغه د سه شنبې په ورځ د بریالیتوب د بنسټ ډبره وه. اوس هغه وخت رارسیدلی چي خپله ژمنه پوره کړي او دغي جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.