1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان پانګوال تېښتې ته هڅول کیږي»

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي چې د افغانستان یو شمیر ګاونډي هیوادونه هڅه کوي چې افغان پانګوال پخپل هیواد کې له پانګونې لاس پر سر کړي او پخپلو هیوادونو کې ئې پانگونې ته وهڅوي.

https://p.dw.com/p/15m6d
انځور: AP

افغانستان په اوسنیو حالاتو کې پانګه اچونې ته سخته اړتیا لري، خو د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي چې د ایران او پاکستان په ګډون یو شمیر هیوادونه افغان پانګوال دې ته هڅوي چې د افغانستان پر ځای د هغوی په هیوادونو کې پانگونه وکړي.

د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې مشر شیرباز کمین زاده، وايي چې د سوداګرو پر وړاندې امنیتي ګواښونه ډیر شوي دي او له همدې امله ځینې سوداګر خپلې پانګې بهر ته لېږدوي. نوموړی وايي چې دغه موضوع ئې له افغان حکومت او ملي شورا سره شریکه کړې ده خو د ستونزې د حل له پاره تر اوسه پورې کوم اقدام نه دئ شوی.

د هغه په وینا په وروستیو دریو میاشتو کې تر ۳۰ ډیر سوداګر له امنیتي ګواښونو سره مخامخ شوي دي: «که دولت پانګوال وهڅوي، د هغوی ملاتړ وکړي، که دولت هغوی ته کاري چاپریال خوندي کړي، پانګوال به سل په سلو کې دلته پانګونې وکړي. له دې سره به اقتصادي ټیکاو او امنیت ټینګ شي.»

ښاغلی کمین زاده وايي چې نا امني، په لویو لارو کې د سوداګرو پر وړاندې ستونزې، پر افغانستان د پاکستان راکټي بریدونه او د ناټو بې تفاوتي هغه څه دي چې افغان سوداګر ئې په دغه هیواد کې د پانګونې په اړه زړه نا زړه کړي دي. د نوموړي په وینا د دغو امنیتي ګواښونو له امله ۵۰ سلنه سوداګرو له افغانستان څخه خپلې پانګې بهر ته استولي دي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل، وایي چې دغه وزارت اوس پر یوه صنعتي پالیسي باندې کار کوي او د تصویب په صورت کې به ئې پانګوالو ته د پام وړ کاري سهولتونه رامنځ ته شي:

«موږ د پانګوالو ملاتړ کوو. که پر ځینو توکو مالیه لوړه شوې وي، دا یوه عادي پروسه ده. د سوداګرۍ وزارت اوس پر صنعتي پالیسۍ باندې کار کوي او هغه به د وزیرانو شورا ته وړاندې کړو چې د تصویب په صورت کې به خامو وارداتي اقلامو مالیه نوره هم ټیټه شي او پانګوالو ته به لازمه اسانتیا برابره کړو.»

د افغان صنت کارانو د ټولنې په وینا په افغانستان کې د پانګونو د کمیدو یو ستر لامل په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو د اعلان موضوع ده چې ډېری سوداګر ئې د دغه هیواد د راتلونکې په اړه بې باوره کړي دي.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش