1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګاوک د یووالي په لمانځنه کې پر ادغام ټینګار وکړ

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

د فدرال آلمان مشرانو په فرانکفورت کې د آلمان د یووالي ۲۵مه کلیزه ولمانځله. ۲۵ کاله وړاندې ختیځ او لویدیځ آلمان سره یو شول. د آلمان ولسمشر یوآخم ګاوک په دغو مراسمو کې د کډوالو د ادغام په اړه خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/1GiAn
انځور: picture-alliance/dpa/B.Roessler

د آلمان ولسمشر یوآخیم ګاوک د شنبې په ورځ د آلمان د یووالي د لمنانځنې په مراسمو کې وویل: «د ۱۹۹۰ کال په څیر اوس هم یوه ننګونه زموږ په مخ کې پرته ده. خو د هغه وخت پر خلاف باید اوس هغه څه چې پخوا له یو بل سره تړلي نه وو، یو ځای شي.»

ګاوک د څه نا څه ۱۵۰۰ میلمنو پر وړاندې خبرې کولې. په دغو ملیمونو کې د ختیځ آلمان ۵۰ پخواني فعالان، د آلمان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هانس دیتریش ګینشر او ۳۰ پناه غوښتونکي شامل وو.

د ګاوک به خبره د ګډوالو ادغام آلمان د یووالي په پرتله له یوې لا لویې ننګونې سره مخامخ کړی دی. هغه وویل چې د لویدیځ او ختیځ آلمان تر منځ د واټن په پرتله چې خلک یې سره ګډه ژبه، ګډ فرهنګ او تاریخ لري، باید د کډوالو د ادغام په برخه کې لا ډیر واټن له منځه ولاړ شي ترڅو هغوی په آلماني ټولنه کې ادغام شي. د آلمان ولسمشر له همدې کبله له خلکو څخه د صبر او حوصلې غوښتنه وکړه او ویې ویل: «وخت ته اړتیا شته څو پخواني او نوي اتباع په یوه هیواد کې خپل مسوولیتونه ومني چې هغوی یې د خپل ګډ هیواد په توګه مني.»

په فرانکفورک کې مرکزي جشن

د آلمان د یووالي لمانځنه د دغه هیواد د ولسمشر یوآخیم ګاوک، او صدراعظمې انګلا میرکل، له پاره د فرانکفورت په سنت پاول کلیسا کې پیل شوه. په دې ځای کې د آلمان لوړپوړو سیاستوالو خپل نومونه د ښار په طلایي کتاب کې درج کړل. د سنت پاول کلیسا په آلمان کې د پارلماني دیموکراسي یو سمبول دی. تر دې وروسته ټولو په یو لړ مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مرسم د «مینه پولې ماتوي» تر عنوان لاندې په لاره اچول شوي وو چې به کې د آلماني سیاستوالو تر څنګ ۱۱۰۰ نورو آلمانیانو هم ګډون کړی وو.

د هسن ایالت لومړي وزیر فولکر بووفیر، چې د سږنۍ لمانځنې کوربه دی، په خپله وینا کې وویل: «موږ له دې جشن سره غواړو پل جوړ کړو او پر خنډونو بر راشو.»

د خلکو جشن

د جمعې به ورځ به فرانکفورت کې د خلکو جشن پیل شي چې د یکشنبې تر ورځې پورې به دوام وکړي. تمه کیږي چې تر یو میلیون څخه ډیر کسان به په دې جشن کې ګډون وکړي. په دې موده کې په فرانکفورت کې تر ۳۰۰ ډیرې برنامې ترسره کیږي او د آلمان ۱۶ ایالتونه خپله فرهنګي تنوع او خوراکي توکې نندارې ته وړاندې کوي.

د آلمان د خپلواکۍ جشن هر کال د دې هیواد د هغه ایالت له خوا لمانځل کیږي چې د آلمان د ایالتي شورا مشري یې پر غاړه وي. خو پر دې سربیره هم په برلین او د آلمان په نورو ښارونو کې د یووالي جشنونه تر سره کیږي.