1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګرديز: پر امنيه قومندانۍ بريد حداقل ۵ پوليس وژلي

۱۳۹۶ خرداد ۲۸, یکشنبه

د افغانستان د پکتيا ولايت په ګرديز کي پر امنيه قومندانۍ وسله وال بريد سوی دی. د لومړيو معلوماتو له مخي په دغه بريد کي ۵ افغان پوليس وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2esiZ
Afghanistan Selbstmordanschlag
انځور: Reuters/S.Peiwand

افغان چارواکي وايي چي د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۸مه نېټه) په ګرديز کي پر امنيه قومندانۍ په بريد کي لږترلږه ۵ افغان پوليس وژلي او ۱۵ نور ژوبل سوي دي. د افغانستان په دغه ختيځ ښار کي بريد وسله وال او ځانمرګی بلل سوی دی.
 

د پوليسو يو ځايي قومندان اسدالله شيرزاد و فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي چي بريد د ځانمرګو او وسله والو له خوا د سهار په ۶ بجو پېل سو. هغه ويلي چي په ژوبل سوو کي ۵ ملکيان هم شامل دي.

شيرزاد ويلي چي له بريدګرو څخه يو بريدګر د بريد له پيل څخه تر ۵ ساعتو لا زیات وخت د بريد په ځای کي پاته سو. دغه چارواکي ويلي: «لومړي بريدګر خپل ځان ته په خپله نقليه وسيطه کي د قومندانۍ مخي ته انفجار ورکړ او به دې توګه يې نورو دوو بريدګرو ته لاره خلاصه کړه کومو چي پر امنيتي کسانو ډزي پېل کړې. يو بل ځانمرګی بريدګر په ډزو ووژل سو.»

د پوليسو د روغتون سرطبيب ډاکټر شېر محمد د مرګ ژوبلي د شمېرو تائيد کړی دی.

په افغانستان کي د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چي دغه بريد د دوی له لوري تر سره سوی دی.

دغه بريد يو له هغو بريدونو څخه دی چي طالبانو د خپلو سپرلني عملياتو راهيسي تر سره کړي دي. په نژدې تيرو اونيو کي په دغو بريدونو کي په لسهاؤ انسانان وژل سوي دي.

په دې ترڅ کي پر بهرنيو عسکرو هم بريدونه سوي دي. د شنبې په ورځ پر امريکايي عسکرو يو بريد ۷ امريکايان ژوبل کړي ول. دغه نفوذي بريدګر طالبانو د «وطن دوست» په توګه ياد کړی ؤ.