1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګلوبل ميډيا فورم ـ «د افغانستان پر خبريالانو ډېر فشار دی»

احمدولي اڅکزی۱۳۹۵ خرداد ۲۴, دوشنبه

د ګلوبل ميډيا فورم ګډون کوونکي افغان ژورنالستان په خپل هيواد کي له خراب امنيت څخه سر ټکوي. يو شمېر افغان ژورنالستانو د ويزې نه ترلاسه کولو له کبله ګډون نه ؤ کړی.

https://p.dw.com/p/1J5ua
Bonn Global Media Forum GMF Impressionen
انځور: DW/R. Shirmohammadi

د ګلوبل ميډيا فورم په نوم د ډله ييزو رسنيو سږنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د آلمان په بون ښار کي پېل سوه. په دغه غونډه کي د نړۍ له بيلو برخو څخه ژورنالستانو او د رسنيو سره کار کوونکو کسانو ګډون کړی دی. د دويچه وېله له خوا دغه نهمه غونډه ده چي د ګلوبل ميډيا فورم په نوم تر سره کيږي.

په دغه غونډه کي د افغانستان بعضو ژورنالستانو هم ګډون کړی دی. له هغوی څخه يو هم آزاد خبريال بلال سروري دی. هغه د آلمان ږغ دويچه وېله سره د خبرو پر وخت وويل چي «په افغانستان کي ژورنالستان هميشه له څو اړخونو د امنيتي ګواښ سره مخامخ وي.»

«بې امنيتي د بيان آزادۍ ته لوی ګواښ»

سروري زياته کړه چي د افغانستان ژورنالستان نه يوازي هغه امنيتي ستونزي لري، چي نور عام افغانان ورسره مخامخ دي، بلکه هغوی «تر نورو اضافي فشارونو هم لاندي وي.» هغه په مجموع کي د افغانستان امنيتي وضعيت د بيان د آزادۍ د عملي کولو له پاره يو «لوی ګواښ» وبلی.دا چي د دویچه ویله له خوا د گلوبل میډیا فورم یا ډله ییزو رسنیو د سږنۍ غونډي موضوعات په کړکیچ ځپلو سیمو کې د رسنۍ نقش، مخ پر زیاتیدونکی سانسور او غلط معلومات دي، نو افغانستان هم په دغه چوکاټ کي مهم دی. ولي چي افغان ژورنالستان د خپلي وظيفې پر وخت هم د سانسور، ناسمو معلوماتو او امنيت له ستونزو څخه سرټکوي.

په دغه غونډه کي له افغانستان څخه ګډون کوونکي ژورنالست طاهر قادري وويل چي د وسله والو د ګواښ تر څنګ پخپله له دولت او نورو نهادونو له خوا هم افغان ژورنالستان له محدوديتونو سره مخامخ کيږي. د دغه ژورنالست په وينا بعضي وخت داسي هڅي کيږي چي د رسنيو او ژورنالستانو څخه بعضي نهادونه د خپل مقصد له پاره کار واخلي. خو دغه افغان ژورنالست ډاډ څرګند کړ چي د نوي ټيکنالوژۍ په پېر کي ځوان افغان نسل او په همدې شان ژورنالستانو خپل مسؤليت پېژندلی دی.

«مډالونه د خوله پټولو له پاره»

په بون کي د درې ورځني ګلوبل مېډيا فورم يو بل ګډونوال افغان ژورنالست د افغانستان له امنيتي اورګانونو څخه شکايت درلود. دغه ژورنالست چي نه يې غوښتل نوم يې بربنډ سي د آلمان ږغ سره د خبرو په ترڅ کي وويل چي «امنيتي ادارې ژورنالستان تر فشار لاندي راولي چي بعضي موضوعات ونه څېړي.»

دغه افغان ژورنالست تور ولګوی چي په وروستيو وختونو کي د افغان ژورنالستانو د سانسور او د هغوی د بيان په آزادۍ کي د محدوديتونو د رامنځ ته کولو له پاره د ستاينليکونو او مډالونو څخه کار اخيستل کيږي. هغه زياته کړه چي «بعضي دولتي ادارې مډالونه د خولو پټولو له پاره» کاروي. د دغه ژورنالست په وينا په افغانستان کي د امنيتي ادارو له خوا بعضو خصوصي رسنيو ته مالي مرستي ورکول کيږي چي له کبله يې د راپور ورکولو پر وخت بې پريتوب زيان ويني.د ويزې ستونزه

طاهر قادري وايي چي افغان ژورنالستان د څو اړخيزو محدوديتونو سره مخامخ دي
طاهر قادري وايي چي افغان ژورنالستان د څو اړخيزو محدوديتونو سره مخامخ ديانځور: DW/S.Reza
بلال سروروي وايي چي امنيت د بيان د آزادۍ له پاره په افغانستان کي تر ټولو لوی ګواښ دی
بلال سروروي وايي چي امنيت د بيان د آزادۍ له پاره په افغانستان کي تر ټولو لوی ګواښ دیانځور: DW/S.Reza


بلال سروري وويل چي که له يوې خوا امنيتي ګواښونو په افغانستان دننه کي د ولسي خلکو او ژورنالستانو تر منځ تماس مشکل کړی دی، نو و بهر ته د هغوی سفر هم ډېر سخت دی.

نوموړي وويل چي په سږني ګلوبل ميډيا فورم کي زياتو افغان ژورنالستانو غوښتل چي ونډه واخلي، تر څو د نړۍ له نورو برخو څخه راغلو ژورنالستانو سره پر مسلکي موضوعاتو خبري اتري وکړي. د هغه په وينا «خو دغو ژورنالستانو ته ويزې نه ورکړل سوې.»

د هغه په وينا په سږني ګلوبل مېډيا فورم کي له افغانستان څخه ګډون کوونکي اکثره هغه څوک دي چي له وړاندي يې لا شينګن ويزه درلوده.