1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګل ګزار يو آلمان او که دير ورو يو ځای کيدل

۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبه

دشرقي آلمان څخه د الهياتو پيژندونکی فريدريش شورليمر وايي چې جرمني په رسمی ډول سره يو سو، خو د ختيځ او لويديځ تر منځ لا اوس هم ډير تفاوتونه موجود دي . دی وایی:

https://p.dw.com/p/KOS4
انځور: picture alliance / dpa

« لا د پخوا په ډول زموږ تر منځ ډیر ليری والی او يود بل نه درک کول موجود دی. ... خو دا يوځای سره وده کوی . زه فکر کوم، شل کاله وروسته به دې کار ته ورسيږو.»

خو دا د هغه څه په مقایسه چې د جرمني پخواني صدراعظم او د سوسيال ديموکراټ ګوند مشر- ويلی برانټ په 1989 کال کې ويلی وه، « هغه څه چه يو په بل پورې اړه لری » اوس ګډه وده کوی، لږ څه بيرته پاته والی ښيي . وخت د تغيراتو او تحولاتو په مقایسه ژر تير سوﺉ دﺉ.

کله چه د هغه وخت صدراعظم هيلموت کول د شرقي آلمان اتباعو ته وعده ورکوله ، نود دونه کرار پرمختګ فکر يې نه ؤ کړی . ده ويلي وه: «په ګډه سره به موږ يو سمسور هيواد جوړ کو.»

د شرقي آلمان زيربنا نوې سوه : لويې لارو او سړکانو وده وکړل، ښارونه ترميم سول، نوی کورونه جوړ اويا زاړه ترميم سول . تاريخي ودانۍ چې سيمبوليک لوړ ارزښتونه یې درلودل ، لکه د برلين Dom يا د موزيمونو جزیره او په دريزدن کښي د ښځو کليسا بيرته احيأ سول،خو بیا ډيري داسي کانکريټی ودانۍ لکه د شرقي آلمان د جمهورریت ماڼۍهم ونړول سوې.

د څلورنيمو لسيزو یعنی د 1945 کال څخه چه دوهم عمومي جنګ پايته ورسيدۍ، بيا تر 1990 کال پوري څلورنيم مليونه انسانان د آلمان د ديموکراتيک جمهوريت څخه لويديځ ته تللی دی، او اکثريت یې تر 1961 کاله پوري چه لا د برلين ديوال نه ؤ جوړ سوی.

ديوال د ديموکراتيک آلمان د احتجاجيه غورځنګ د زور او فشار له کبله چې تر هرڅه دمخه يې د سفر کولو آزادی غوښتله، په 1989 کال کې ونړيدۍ. د هغه راهیسي د ختيځ آلمان اوسيدونکی نور هم يونيم مليون تنه کم سويدي.

د 2009 کال د اکتوبر پر دريمه ،یعني «د جرمني د بيرته يوځای کيدو » په ورځ د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکيل وويل:

«خبره د هغه وخت پر پيښو باندي وه، نه پر تير وخت، داسي يوه پيښه چې د تاريخ يوه برخه جوړوی. خبره تر ډيره حده د آزادۍ د دوران د یوه نوي پیل او صداقت پر سرده ،چه موږ يې په منځ کې قرار لرو.»

په 1990 کال کې په ديموکراتيک آلمان کې (بيله شرقي برلين څخه) 14.5 مليونه تنه اوسيدل. خو اوس فقط 13 مليونه دي. او که څه هم چې هرکال په لسهاوو زره کسان د لويديځ څخه ختيځ ته کډه کوی. خو په روښانه ډول بیا ډير کسان غرب ته کډه کيږی. يوازي په 2008 کال کې ختيځ 50000 تنه دلاسه ورکړل. خاصتأ ځوانان او د ښې زده کړې خاوندان د شرق څخه غرب ته کډه کو ی. پاته کيږی زاړه او د ټولنيز لحاظه ناچاره خلګ.

د کډه کيدو علت يې تيره خرابه اقتصادی وده ده. په شرق کې داخلي ناخالصه توليد د سړی پر سر 71 فیصده دی. او د لويديځ په مقایسه بې کاری لا هم دوه برابره ده.

قاسم نوری
کتونکی: يحيی وردک