1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيتس دافغانستان په شرق کي دخپلوځواکونو سره وليدل

۱۳۸۹ آذر ۱۷, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګيتسپرون د افغانستان په ختيځ کي د خپلو ميشتو ځواکونو څخه د يوې سختي جګړې په اړه معلومات تر لاسه کړل

https://p.dw.com/p/QTFt
انځور: AP

په همدې حال کي ده وويل چي په دغه جنګ کي امريکايي سرتيري د پرمختګ په حال کي دي . رابرت ګيتس د سپيني ماڼي لخوا د امريکا د جګرې د ستراتيژۍ د څيړلو څخه دمخه افغانستان ته سفر وکړ.

کله چي ګيتس دځينو امريکايي پوځيانو سره ليدنه کوله وويل:« زه فکر کوم هغه کسان چي په دغه سيمه کي دنده ترسره کوي،د ځيني خاصو مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي .

د افغانستان او پاکستان په سرحد کي پرغرنيو سيمو باندي د ياغيانو اتکا، د امريکا په مشري بهرنيو د ځواکونو په منځ کي يوه نااميدي منځ ته راوړې ده او د ياغيانو پر ضد جنګ کي يې د پاکستان پر نقش پوښتني راپيدا کړي دي .

دا په داسي حال کي ده چي په ننګرهار کي ميشت امريکايي ځواکونه د خپلو شپږ ملګرو د مړيني په غم کي ډوب دي . دغه شپږ کسان تيره اوني د يوه افغان عکسر لخوا هغه مهال ووژل شول چي افغاني سرتيرو ته يې روزنه ورکوله .

همدغو ځواکونو ته په يوه احساساتي وينا کي ګيتس د امريکايي ځواکونو سره همدردي وښودله او وويل چي امريکايي پوځيان په يو ډيره مهمه جګړه کي ښکيل دي .

ده وويل :« زه پوهيږم چي تاسو ټولو ستونزي ليدلي دي . هغه څه چي تاسو يې په افغانستان کي سر ته رسوی، ډير مهم دي او د دغو قربانيو ارزښت لري .»

US Verteidigungsminister Gates in Afghanistan
انځور: AP

په يوه بله هډه کي چي د کنړ په ولايت کي پرته ده، ژورنالستانو يو امريکايي عسکر هم ليدلی دی چي دګيتس سره يې د ځينو پرابلمو په اړه خبري کولې . دغه سرتيري ګيتس ته په دغه سيمه کي د ميشتو امريکايي ځواکونو د ستونزو او هغو فکتورونو په اړه چي د ياغيانو په ګته دي ،معلومات ورکړل . د دغو فکتورونو په جمله کي فقر، اداري فساد او په د خارجيانو په مقابل کي د افغانانو حساسيت هم شامل ؤ.

د دغه وضعيت د ليدلو څخه ورسته، کله چي يو ژورناليست د ګيتس څخه وپوښتل چي دی څنګه کولای شي چي د افغانستان موجوده مشکل وضعيت، واشنګتن ته په خوشبينانه ډول وړاندي کړي، ګيتس وويل، دی به واشنګتن ته غلط معلومات ورنکړي او دی په دې باور دی چي په سيمه کي عمومي وضعيت اميداروار کونکی دی .

Afghanistan Truppen Soldaten
انځور: AP

دمتحده ايالاتو د دفاع وزير وويل چي په هغه ليدنوکي چي ده د امريکايي ځواکونو د قوماندانو سره درلودې، دی يې دير هيله من کړيدی . ده يادونه وکړه چي امريکايي قوماندانانو دکارونو د سموالي ډاډ ورکړ.

دا په داسي حال کي ده چي په سيمه کښي د امريکايي ځواکونو قوماندان، جنرال جان کمپبيل ويلي دي ،چي که څه هم د افغانستان ختيځ يو ډيره سخته سيمه ده خو دوی بيا هم په دغه سيمه کي پرمختګونه کړيدی .

ده وويل: « د کنړ په ولايت کي مشکلات سته خو امريکايي ځواکونو ياغيانو ته ډير تلفات رسوليدي . دا يوه ډيره سخته سميه ده، او مونږ وخت ته اړتيا لرو ترڅو ياغيان ددغي سيمي څخه وشړو.

په هغه غونډه کي چي د کنړ په ولايت کي د امريکايي ځواکونو په يوه هډه کي جوړه شوې وه، رابرت ګيتس، شپږ امريکايي عسکرو ته مډالونه هم ورکړل .

تير کال د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته 30000 اضافي سرتيري واستول ترڅو په دغه هيواد کي جنګونو ته د پای ټکی کښيږدي . د بارک اوباما دغه ستراتيژي او په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو په مشری جګړه، سپينه ماڼي تر څيړونو لاندي نيسي . خو کارپوهان په دې عقيده دي چي دغه ستراتيژي، چي هدف يې په افغانستان کي د طالبانو ماتول او د افغان ځواکونو روزل دي، ښايي تر څيړونو وروسته هم پکښي کوم بنسټيز تغيررا نسي .

آژانسونه / مسعود جهش

کتونکی : محمد قاسم نوري