1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيتس غواړي چی د ناتو په خبرو کي افغانستان د آجندا مهم ټکي وي

۱۳۸۸ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

کله چي د امریکۍ دفاعي چارو وزير ګيتس په اروپا کی خپل د ناتو تړون د نورو غړيو هیوادونو د سيالانو سره ګوری، غواړی چی په دغه کتنه کی په دي باندی خبري وشی چی د افغانستان د اوه کلنې جګړې په بهيرکی څه نتیجي ترلاسه شوی دي.

https://p.dw.com/p/I6Di
د امریکۍ دفاعي چارو وزير ګيتس د کابل په ارګ کې د حامر کرزي سره
د امریکۍ دفاعي چارو وزير ګيتس د کابل په ارګ کې د حامر کرزي سرهانځور: AP

د ګيتس دغه خبري په داسي يوه وخت کی کیږی چی امريکایانو خپل په زرهاو تنه نوي عسکر دغه آسیايٍ بحران ځپلۍ هیواد ته استوی، تر څو چی د افغانستان په اړوند د امریکې د متحده ایالتونو د ولسمشر بارک اوباما د نوي ستراتيژي په بنسټ په دغه هيواد کي هغه د نه پرمختګ وضع پاي ته ورسيږی، چی د تند لارو طالبانو سره په جګړه کی د ناتو تر قوماندې لاندي نړيوال سوله ساتونکی ځواکونه او د امريکایانو تر قواماندانی لاندی هغه نړیوال اتلافی ځواکونه ورسره مخامخ دی، چی د دوامدارې آزادی تر کود نامه لاندی په دغه هیواد کي د نړیوال تروريزم په ضد جګړه پرمخ بيايي.

امريکايان غواړي چی تر 2010 پوري خپل نور عسکر هم افغانستان ته، په تيره بيا سويلي نا آرامو سیموته واستوی، ترڅو چی هلته هم د طالبانو مقاومت مات کړی او هم د نشه يي توکو په ضد چي په افغانستان کی د تندلارو د مقاومت تمویلي چینه بلل کيږي، مبارزه وکړي.

د امریکي متحده ایالتونو د دفاعي چارو وزير روبرت ګيتس به سبا د چار شنبي په ورځ لمړي د هالند د ماست ريښت په ښار کي د ناتو د دفاعي تړون د هغه غړيو هیوادونو داستاذو سره وګوری چي په دغه سیمه کي عسکر لري اوبيا به دپنجشنبي په ورځ په بروکسل کی دناتو دغړيو هیوادونو د دفاعي چارو د وزيرانو سره خبري وکړی .

د دغه خبرو په آجندا کی، که څه هم دناتو د دفاعي تړون یو لړنور امنیتي او تشکيلاتی مسايل په نظر کی نیول شوی خو څنګه چی د امریکي متحده ایالتونو د دفاعي چارو وزارت مطبوعاتی ویاند Deoff Morell پرون خبریالانو ته ويلي دی، په افغانستان کی د ناتو د دفاعي تړون عملیات به د دغه خبرو اساسي او مهم ټکي وي.

د همدی روان ميلادی کال تر پايه پوري به په افغانستان کی د امریکايي وسله والو ځواکونو ټول شمير 68000 ته ورسیږی. او سربيره په دی امريکايان غواړی چي خپل د ملکي کار پوهانو ډله هم به افغانستان کی پیاوړی کړی.

پرته د امریکايی عسکرو څخه په افغانستان کی 33000 نور بهرنی عسکر هم ځاي په ځای دي.

د افغانستان په سويلی سيمو کی دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو قوماندانی اوس دهالندیانو په لاس کی ده ،خو په راتلونکی کال کی به دغه دنده يوه امریکايي افسر ته وسپارل شی.

داچي دافغانستان په سويلی سيمو کی هم دامریکايي عسکرو په شمير کی زیاتوالی راځی او هم په دغه سیمه کی به دپوځونو قوماندانی امريکایانو ته وسپارل شی، نو څنګه چي څيړونکی وايی دلته د نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په کتار کي به طبعا امریکایان اساسي او مهم نقش لوبوي.

او په دی اړوند دناتو ددفاعی تړون لوي منشي دي هوپ سخيفر اوروپایانو ته ددي ګواښ هم کوی چی په افغانستان کی به دناتو عملیات کټ مټ امریکايی بڼه غوره کړی.

که څه هم امريکايی چارواکو اوهم ددغه هیواد دکانګرس ځینی غړیو دمخه دی ته ګوته نیولی وه چی په افغانستان کی دناتو په قواماندانی کی ډيري ګډوډي او بی نظمي شته دی چي بايد په راتلونکی کي اساسي تشکيلاتي نوښتونه راشی خو داچي په دی هکله به هم روبرت ګيتس په دغه کتنو کی خبري وکړی او که نه، تر اوسه نده څرګنده .

د افغانستان په هکله د ناتو د دفاعي چارو دوزيرانو په دغه کتنه کی به په دی موضوع باندی هم خبری وشی چی په افغانستان کی دامريکايي وسله والو ځواکونو دپخوانی قواماندان جنرال David McKieren ځاي جنرال Stanley McChrystal نيسی. او څنګه چی روبرت ګيتس وايی دغه بدلون له دي امله منځ ته راغلی چی د افغانستان په اوه کلنه جګړه کي يو نوي فکر راشي.

ضياالحق فضلی
کتونکی: يحيی وردک