1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيتس په کندهارکي د طالبانو پر ضد د نووعملياتوڅخه خبري وکړې

۱۳۸۸ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د امريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګيتس نن سه شنبه کندهار ته ولاړی، اوهلته يې د کندهار په هوايي ډګر کي د طالبانو پر ضد د عملياتود نوو پلانونو په باب د امريکايي قومندانانو سره خبري وکړې

https://p.dw.com/p/MNkT
انځور: AP

ده وويل چه امريکايي قواوي په کندهارکي په يوه داسي سيمه کښي ځای پر ځای دی ، چه د اوسنيوعملياتو پر وخت يې اهميت نور هم ډيريږي .

ګيتس چه ددې دمخه په کابل کي ؤ، نن د کندهار په نظامي هوايي ميدان کښي د ناټو د قواوو د نووعملياتي پلانو څخه خبري وکړې ، چه د هلمند تر مارجې وروسته به د طالبانو په پخواني مرکز کندهارکي ډير پراخ عمليات تر سره سي .

پرون ګيتس په کابل کي د جمهوررييس کرزي او په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو دعمومي قوماندان جنرال ستنلي ميک کريستل سره هم وکتل ، او د هغو سره يې په راتلونکي دوبي کي د طالبانو پر ضد د نوو پوځي عملياتو او خاصتأ کندهار کي خبري وکړې .

آژانسونه/

کتونکی : محمد قاسم نوري