1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګيټز: په دې لټه کي يو چي افغانستان ته نور ځواکونه وليږو

۱۳۸۷ تیر ۲۷, پنجشنبه

«په افغانستان کي خطر ورځ تر بلي ډيريږي د هغه په خبره دا يوه سخته او پيچلې مبارزه ده. ځکه نو په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو قوماندان و نورو اضافي ځواکونو ته اړتيالري»

https://p.dw.com/p/EeAB
امريکايي ځواکونه د يوه هيواد څخه بل هيواد ته د ليږلو پر وخت
امريکايي ځواکونه د يوه هيواد څخه بل هيواد ته د ليږلو پر وختانځور: AP

د امريکا متحده ايالات غواړي چي په افغانستان کي خپل ځواکونه نور هم ډير کړي

په افغانستان کي د خطرناک او خراب امنيتي حالت له کبله امريکاغواړي چي نور عسکر ور وليږي.

د چهارشنبې په ورځ د امريکا ددفاع وزير رابرت کيټز او د هغه هيواد لوی درستيز مايکل مولين سره په يوه خبري غونډه کي ويلي چي واشنګټن په دې لټه کي دی چي هرڅه ژر افغانستان ته اضافي ځواکونه وليږي. ولي تر اوسته لا دقيقه پريکړه نه ده سوې.

د امريکا د دفاع وزير رابرت کيټز
د امريکا د دفاع وزير رابرت کيټزانځور: AP

رابرت ګيټز او مولين دواړو د پاکستان څخه ددې غوښتنه وکړه چي د افغانستان سره په سرحدي کي د وسلوالو طالبانو د اوښتو رااوښتو مخ ونيسي.

د مولن د څرګندونو سره سم په افغانستان کي خطر ورځ تر بلي ډيريږي د هغه په خبره دا يوه سخته او پيچلې مبارزه ده. ځکه نو په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو قوماندان و نورو اضافي ځواکونو ته اړتيالري تر څو د اوږدې مودې لپاره برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د امريکا د پوځي قواوو مشر افغانستان ته د نورو 10000 عسکرو د استولو غوښتنه کړې ده او دغه راز يي د زريدارو موټرو د شمير دوچنده کيدل غوښتي دي.

په افغانستان کي د 2001 لومړي ميلادي کال را وروسته تر ټولو مهم بريد د تيري يکشنبې په ورځ د پاکستان پولي ته نږدې په پکتيکا کي د امريکايي ځواکونو پر پوځي هډې باندي تر سره سو چي په ترځ کي يي 11 تنه امريکايي عسکر ووژل سول.

د امريکا د پوځي قواوو لوی درستيز مايکل مولين
د امريکا د پوځي قواوو لوی درستيز مايکل مولينانځور: picture-alliance/ dpa

د امريکا د لوی درستيز د څرګندونو سره سم په عراق کي په حيرانونکي ډول امنيتي حالت ښه سوی دی. او دغه راز عراقي امنيتي ځواکونو پر خپل ځان باندي باور پيداکړی دی. نوموړی وايي که دغه حالت په عراق کي دوام وکړي نو دی به د امريکا جمهوررييس او ددفاع وزيرته په عراق کي د امريکايي عسکرو د لږولو غوښتنه وکړي.

مولين په تيره اونۍ کي د عراق، افغانستان او پاکستان څخه کتنه کړې ده.

په روان وخت کي 150000 امريکايي عسکر په عراق او 36000 په افغانستان کي مېشت دي.

ګيتس او مولين وويل چي پاکستان بايد د افغانستان پولو ته نږدې پر فعالو طالبانو باندي نور ډير فشار راولي.

مولين ويلي دي« موږ وينو چي يو ډير شمير ښورښيان او بهرني جنګيالي بلي کومي ستونزي او بيري څخه د پاکستان د سرحد څخه د افغانستان و خاوري ته را اوړي چي ودې بهيرته بايد خاتمه ورکړل سي.

مولين دا خبره رد کړه چي ګواکي امريکايي عسکر يي په افغانستان کي د پاکستان پولي ته نږدې پر قباييلي سيمو باندي د يرغل لپاره راټول کړي دي.