1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګېټس: د اروپا غير نظامي کيدل د نړۍ د سولي لپاره خطر دی

۱۳۸۸ اسفند ۵, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير روبرت ګيټس وايي، چي په اروپا کي د پوځي عملياتو سره مخالفتونه ورځ په ورځ زياتيږي او که دا وضع دوام پيدا کړي نو دابه د نړۍ د سولي او ثبات دپاره يوه خطرناکه پروسه وي...

https://p.dw.com/p/M9hl
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

دغه خبره د امريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير رابرت ګيټس پرون د Ntional Defence Univesity په نامه دپنتاګون په پوځي پوهنتون کي ديوې وينا په ترڅ کي کړې ده.

دی پخپله وينا کي وايي، چي « په اوروپا کي دعامه خلکو ډيری برخه او يوه ډله سياست مداران دپوځي ځواکه څخه دکار اخيستلو او له دغه پيښي سره دتړلو خطرونو له امله انديښنه ښه يي » چي ددغه تمايل وده به ښه عواقب نلري.

ګېټس وايي، چي په اوروپا کي دغيرنظامي کيدلو تمايلات چي په 20 پيړۍ کي په اصطلا يوه خير خواهانه غوښتنه بلل کيده، په 21 پيړۍ کي د يوه خنډ بڼه غوره کړي، خنډ د امنيت او ددوامداري سولي دساتني په لاره کي.

بيا ګېټس پخپله ويناکي ددې ګواښ کوي، چي که دغه تمايل په اوروپا کي لا پسي پياوړی سي،نو کيدای سي، چي دښمن ځواکونه دا د اوروپايانو د ضعف يوه نښه وګڼې او دوي په يوه غلط اټکل سره په يو لړ ناوړو تعرضي اعملو لاس پوري کړي.

او بيا د امريکا د متحده ايالتونو ددفاع وزير د ناټو ددفاعي تړون په اړوند وايي : « دغه دفاعي تړون له ډيرو جدي اوږد محاله او سيستماتيکو پرابلمونو سره مخامخ دی » او که چيري ناټو کومي څرخي او ترانسپورتي الوتکي چي د افغانستان په جګړه کي ورته اړه ليدل کيږي،هغه تهيه نکړي او يا مالي امکانات يي ونلري ، نو دا وضع به په مستقيم ډول سره په افغانستان کي خپل اثرات وښه يي.

دتيري اونۍ په پاي کي په هالنډ کي د مسيحي او سوسيال ډيموکراټانو اتلافي حکومت له دي امله ړنګ شوي چي دوی په افغانستان کي د هالنډي عسکرو د ماموريت د مودې د اوږدولو په مساله کي سره نه دي جوړسوي.

د هالنډ په اتلافي حکومت کي د سوسيال ديموکرات دګوند مشر Wouter Bos چي دلمړي وزارت مرستيال هم و ددغه هيواد دلمړي وزير Jan Peter Balkenende څخه چي دهالند دمسيحي ديموکرات دګوند مشرهم دي په جدي توګه داغوښتنه وکړه، چي د هالنډ حکومت بايد د ناټو دا غوښتنه، چي وايي د افغانستان په جنوبي ولايت اوروزګان کي دي دهالنډي عسکرو دخدمت موده اوږد کړاي شي ونه مني.خو دهالنډ لومړي وزير غوښتل چي د 2007 ميلادي کال دموافقي پر بنسټ په افغانستان کي دهالنډي عسکرو دماموريت موده دي اوږد کړای سي، ځکه چي او س ناټو غواړي په افغانستان کي ديوې نوي ستراتيژي دپلي کولو دپاره هڅه وکړي اوپه دغه هيواد دعسکرو د شمير په زياتولو سره له دغه هيواده څخه دبهرنيو عسکرو دوتلو دپاره شرايط او امکانات برابر کړي.

dpa/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل