1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګېټس: د روسۍ الوتکو د رانيولو په برخه کي د هيواد په دننه کي د مقاومت سره مخامخ يو

۱۳۸۹ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د پينتاگون مشر تيره ورځ په يوه مرکه کي وويل چي د امريکا د متحده ايالات زړه غواړي چي د افغان ملي اردو د پاره د روسيې څخه څرخي الوتکي خريداري کړي.

https://p.dw.com/p/PCMF
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټس
د امريکا د دفاع وزير رابرت ګېټسانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير رابرت ګېټس د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي « موږ طبعاً د روسيې څخه د Ми 17 ډوله څرخي الوتکو د خريدارۍ سره علاقه لرو. دغه الوتکي د افغانستان د شرايطو سره ډيري ښې برابري او افغانان ورسره بلد دي.»

هغه ويلي دي چي موږ غوښتل چي دغه الوتکي خريداري کړو، خو چي رشتيا درته ووايم په امريکا کي دننه د يو لړ مقاومت سره مخامخ سوو.

« د امريکايي څرخي الوتکو توليدکونکي حيران پاته دي چي موږ ولي د روسيې څخه څرخي الوتکي خريداري کوو»

په توګه نو د ګېټس په خبره که څه هم موږ په پلان کي لرو چي يو محدود شمېر نقليه وسايل رانيسو، ولي موږ ته پکار ده چي په دې لاره کي يو سياسي حالت غوره کړو.

رابيرت ګېټس و هغه پوښتني ته چي، څه وخت به د روسۍ څرخي الوتکو د رانيولو پريکړه وسي جواب ور نه خو دونه يې وويل چي « که رشتيا درته ووايم زه نه پوهيږم دا په هغه پوري اړه لري چي آيا موږ کولای سو د کانګرس څخه پيسې ترلاسه کو کنه».

په مجموع کي رابرت ګېټس د روسيې هغه عمل وستايه چي « افغانستان ته د شمالي لاري د ورتلو» په برخه کي يې کړی دی.

« د تړون په لاسليکولو سره موږ و کولای سوای چي ددې لاري څخه افغانستان ته ۲۰ کانټينره چي ډيری يې د روسيې د لاري راغلي انتقال کړو.»

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير وويل چي لکه څرنګه چي خبري د تجارتي قراردادونو دي د افغانستان ترانزيت د روسيې دپاره هم ګټوردی.

رابرت ګېټس وويل چي د شمالي ترانسپورټي لاري د خوا افغانستان ته زموږ د بارونو ۱۵ فيصده د روسيې د لاري تيريږي. چي دا روسيې ته هم ګټور دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم