1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گاوک: زړه مو لوی دی خو امکانات مو لږ

دویچه ویله/گل غوټۍ پوپل۱۳۹۴ مهر ۶, دوشنبه

په آلمان کی د کلتور اوونۍ په مناسبت د دغه هیواد د جمهور رئیس یوآخیم گاوک وینا د کډوالو په هکله واضح او ښکاره وه. هغه وویل: آلمان باید له کډوالو سره مرسته وکړي، خو خپل سرحد هم باید وپیژني.

https://p.dw.com/p/1GeUe
Mainz Dom Festakt 40. Interkulturelle Woche Gauck Rede
انځور: picture-alliance/dpa/v. Erichsen

آلمان ته هره ورځ په زرو مهاجر راروان دي. د آلمان حکومت ورته خپله غیږ پرانیستې او ډېر آلمانان هم د مرستندویه ټولنو له لاري له هغوی سره مرسته کوي. خو په ماینڅ کی بیا جمهور رئیس گاوک د کلتور اوونۍ په مناسبت خپله وینا کي د تیرو اونیو د لاس ته راړونو په هکله خبري وکړې او په عین حال کی یې خبرداری ورکړی چي د کډوالو د منلو په هکله باید ښکاره بحثونه تر سره سي.

مرستي ته چمتووالی او د حوصلې سرته رسیدل

گاوک وویل دغه ډول سخت حالت چي موږ ورسره په خپل هیواد کي مخامخ یو، باید نادیده ونه نیول سي. موږ به بشري مرستو ته ادامه ورکو، خو د امکاناتو سرحد مو محدود دی. له همدې امله باید په دې هکله ښکاره بحثونه تر سره سي.

هغه زیاته کړه چی موږ به په راتلونکې کی هم کډوال ومنو خو په دې نه پوهیږو چي تر کومې اندازې پوري. دغه پخواني کشیش خپل نظر په لنډو ټکو کي داسي بیا کړ: زړه مو لوی دی خو امکانات مو کم.

Mainz Dom Festakt 40. Interkulturelle Woche Gauck Dreyer
انځور: picture-alliance/dpa/v. Erichsen

د گاوک په وینا کي له یوې خوا د کډوالو سره مرستي ته چمتووالی لیدل کیږي او له بلي خوا د هغو په مقابل کي د حوصلې سر ته رسیدل. گاوک د آلمان په سطحه د کډوالو سره مرستي له بشریت سره مرستي وبللې او په عین حال کی یې د نوو راغلو کډوالو او آلمانانو تر منځ د ترینگلتیا او لانجو د رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړ. د هغه په خبره دغه ډول لانجې هغه وخت له منځه تلای سي چی یو یا بل د برترۍ احساس ونکړي.

د سیاست مقابله

گاوک همدارنگه ددغه هیواد سیاست ته هم اشاره وکړه او هغه یې مکلف وباله چي د کډوالو له پاره د اوسیدو شرایط برابر کړي. دا په دې معنی چي د هغوی له پاره نوي آپارتمانونه، مکتبونه او وړکتونونه جوړ کړل سي او په عین حال کي ورته د ژبي د زده کړي امکانات برابر سي. همدارنگه د سیاست بله دنده داده چي د اروپايي ټولني دباندني سرحدونه خوندي سي، څو آلمان داسي یو هیواد پاته وي چي هغه ته کډوال راسي او ځان پکښې امن احساس کړي. او دا تر هغه وخته پوري چي انسانان په خپلو هیوادونو کي د جگړو او تعقیب څخه په تیښته کي وي.

آلمان کیدای سي د هغوی ټاټوبی وگرځي

گاوک د نوو راغلو کډوالو څخه غوښتنه وکړه چی دغه ټولنه سمه وپیژني او په دې پوه سي چی موږ په یوه آزاده ټولنه کی ژوند کوو چی په هغې کی بشری حقونه او دښځو او نارینه وو له پاره مساوي حقوق په نظر کی نیول سوي دي. هغه وویل چی له دغو ټولو مزایاوو څخه تاسي هم کولای سی گټه واخلی.

په دغه کلتوری غونډه کی آلماني کشیش راینهارد مارکس هم د گاوک په ډول دې خبری ته اشاره وکړه چی د کډوالو په هکله مشکلات هغه وخت له منځه تلای سي چی هغوی ته په شروع کی لا د زده کړي او ښې راتلونکې زمینه برابره سي. هغه زیاته کړه چی کډوالو ته باید داسي امکانات په اختیار کی ورکول سي چی د ټولنې په ټولو برخو کی ونډه واخیستلای سي.