1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گرجستان نوی پارلمان ټاکي

۱۳۹۱ مهر ۱۰, دوشنبه

په گرجستان کي نوی پارلمان ټاکل کيږي. امکان لري چي په دغه ټاکنو کي اپوزيسيون ډيري چوکۍ وگټي. د دغه هيواد په يوه زندان کي له بنديانو سره د زورزياتي ويديو جمهوررئيس ساکاشويلي تر فشار لاندي راوستی دئ.

https://p.dw.com/p/16Hvp
انځور: dapd

په گرجستان کي پارلماني ټاکني پيل سوې، د دغه هيواد خلک اوس ځان ته نوی پارلمان ټاکي او په عيني وخت کي دغه ټاکني د يوه نوي سياسي سيستم د را منځته کولو له پاره هم دي.

د قفقاز په جمهوريت کي به د نوي پارلمان په جوړيدو سره لومړی وزير او پارلمان ډير صلاحيتونه ولري.

په راتلونکي کال کي د ميخايل ساکاشويلي د واک دوهمه او وروستۍ دوره خلاصيږي، او په پارلمان کي د اکثريت گوند به دا صلاحيت ولري، چي لومړی وزير وټاکي او يو شمېر هغه صلاحيتونه چي اوس ئې يوازي جمهوررئيس لري هغه ته ور وسپاري.

اپوزيسيون غواړي مسکو ته ځان نزدې کړي

په گرجستان کي نظر پوښتني ښيي، چي د اپوزيسيون مشر بيدزينا ايوانيشويلي چي روسيې ته ډير نزدې دئ کيدای سي ټاکني وگټي. دغه ميلياردر غواړي چي بيرته له روسيې سره اړيکي سمي کړي.

د شنبې په ورځ په گرجستان کي داسي لاريون تر سره سو چي د دغه هيواد په تاريخ کي ساری نه لري. په دغه ورځ د دولت نزدې ۱۰۰۰۰۰ تنه بازارونو ته را ووتل او د واک د بدلېدو غوښتنه ئې کوله.

Georgien Parlamentswahl 2012 Tbilisi Mikhail Saakashvili
انځور: dapd

په عيني حال کي په پلازمېنه تفليس کي چي د دغه هيواد د نفوس يو پر دريمه وگړي ژوند پکښي کوي، د ساکاشويلي محبوبيت ډير لږ سوی دئ. بله خوا د دغه هيواد له يوه زندان څخه خپاره سوو انځورونو ډير سخته غوسه را پارولې ده.

په دغه انځورونو کي بنديان د شکنجې او بې عزتۍ په حال کي ليدل کيږي. دغه عکسونه د دوو تلويزيوني شبکو له خوا چي يوه ئې د دولت مخالفينو ته ور نژدې ده خپاره سوي دي.

ساکاشويلي په ۲۰۰۴ کال کي په ۳۷ کلنۍ کي د توري بحيرې پرغاړه د دغه ۴،۴ ميليون نفوس لرونکي هيواد جمهوررئيس سو. هغه اروپايي ټولني او ناټو ته د گرجستان د ورنزدې کېدو له پاره ډير تلاښ کاوه.

واک ته په رسېدو سره هغه له ادارې فساد او هدفي وژنو سره سخته مبارزه پيل کړه او په هيواد کي ئې اصلاحات پيل کړل، چي د خلکو اقتصادي وضعيت ښه سي. خو په دغه هيواد کي اوس هم ډير وگړي بې کاره دي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم