1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گرمسېر: د پاکستان سره اوږده پوله نه ده خوندي

۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبه

د هلمند ولايت د ګرمسېر ولسوالي چي د پاكستان سره اوږده گډه پوله لري امنيتي چارواکي او ځايي اوسيدونکي د پولي د هاخوا څخه د ورانکارو د تگ راټگ څخه سرټکوي.

https://p.dw.com/p/11qg3
« كوم سرحدي پوليس چي د پولي د ساتولو له پاره راغلي، هغوی يې ساتنه نسي كولای»
« كوم سرحدي پوليس چي د پولي د ساتولو له پاره راغلي، هغوی يې ساتنه نسي كولای»انځور: DW

د ګرمسېرولسوالي امنيه قومندان څارمن عمرجان دويچه ويله ته وويل، چي دغه ولسوالي له پاكستان سره د درو څخه تر درنيم سوه كيلومترو اوږده پوله لري. چي له همدې لاري ټولي نا امنۍ افغانستان او په خاصه توګه بيا هلمند ته راوړل كيږي.

قومندان عمرجان وايي تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې پر پوله سرحدي پوليس ځاى پر څاى كړي. كه پوليس ورته ونه ګومارل سي نو ستونزه به نوره هم ستره سي.

دى وايي كه څه هم ګرمسېراوس د امن ساه اخيستې خو بيا هم ستونزي د سرحد دها خوا را زيږي او ګرمسېرته نا امنۍ راولي.

ددغي ولسوالۍ قومي مشر محمد سرور وايي، چي په دغه ولسوالۍ كي پرمختګ راغلی او د بيا رغاوني ډير كارونه ترسره سوي، خو ستره ستونزه د پاكستان سره د ګډي پولي ده.

دى وايي دا يوه رېګي او غرنۍ سيمه ده، چي ساتنه يې په اسانۍ سره نسي كېداى: «هميشه ټول چاودېدنكي توكي، وسلې او ځانوژونكي ددې لارې هلمند ولايت ته راوړل كيږي.»

محمد سرور وايي ډيرى وختونه ددولت زيات مخاليفين له همدې پولي را اوړي او په ګرمسېر ولسوالۍ كي خپل فعاليتونه تر سره كوي او بيرته د پاكستان خاوري ته ځي.

بورجان چي د ګرمسېر اوسېدونكى دی وايي ډير وسله وال طالبان دګرديځنګل له لاري را اوړي.

دى وايي: « كوم سرحدي پوليس چي د پولي د ساتولو له پاره راغلي، هغوی يې ساتنه نسي كولای. وسله وال چي د هري خوا غواړي کولای سي چي هلمند ته را واوړي او خپل فعاليتونه او ورانکارۍ ورکړي.»

په سهيل لوديځ كي د پوليسو د ۷۰۷ زون قومندان تورن جنرال نبي جان ملاخېل دامني چې له دې لاري هلمند ته ستونزي جوړي دي. خو وايي چي د خانشين او ګرمسېر په ځينېو سيمو كي يې سرحدي پوليس ځاى پر ځاى كړي او په دې هڅه كې دي چې پر پولو نوري پورستې هم واچوي.

ملاخيل وايي نوي لاري چاري يې پيل كړي دي او هر كله چې مخاليفين ګرمسېر ته را اوړي لنډ مهال عمليات او چاپې پري ترسره كوي چي ښه نتيجه يې وركړې ده.

ګرمسېر په هلمند كې يوه كرهڼيزه او ګڼ مېشته ولسوالي ده چې شااو خوا شل زره كيلو متره مربع مساحت لري.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل