1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گس: د افغانستان د کړکېچ حل پځي لاره نه ده

۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبه

د ناتو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن هر وخت دا خبره تکراروي چي له افغانستان څخه په وتلو کي بايد له تلوار څخه کار وانه خيستل سي. خو ځيني دولتونه هڅه کوي چي ژر ترژره له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

https://p.dw.com/p/16Bw1
انځور: dapd

د ناتو د ملکي چارو استازي سيمون گس د افغانستان په اړه د خپلي دندې په پای کي يو بيلانس وړاندي کړی دئ.

زياترو هيوادونو نور د دغه ماموريت پر برياليتوب او گټي باندي خپل باور له لاسه ورکړی دئ. د بلي خوا دا د يوه حکومت له پاره هم سخته ده چي د هر سرتېري د وژلو په خاطر د خپلو خلکو په مقابل کي د دغه ماموريت دفاع وکړي.

د ناتو له خوا د ملکي چارو استازی سيمون گس په دې نظر دئ چي دغي اوضاع ته بايد په دومره منفي نظر هم ونه کتل سي:

«خبره داسي نه ده چي د دغي پروسې په پای کي به موږ داسي افغان ځواکونه ولرو، چي هغوی دي هم داسي وجنگيږي لکه امريکايي ځواکونه چي جنگيږي. خو بيا هم ناتو په دې لار کي د پام وړ پرمختگونه کړي دي. زه په دې خبره مطمئين يم چي موږ به د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري داسي افغان ځواکونه وروزو چي د خپل هيواد د ساتني توان به ولري.»

د ۲۰۱۴ ميلادي کال په پای کي به زياتره بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي. تر هغه وخته پوري بايد افغان ځواکونه و روزل سي. خو په دغه گډ کار کي اوس اعتماد او باور لږ سوی دئ. ناټو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چي له افغان ځواکونو سره ئې گډ عمليات محدود کړي دي.

گس وايي:«دا طبيعي خبره ده، کله چي زموږ ځواکونه له افغان سرتيرو سره په گډه گزمې کوي، دوی له ډېر احتياط څخه کار اخلي. موږ د اوس له پاره دغه حالت ته بدلون ورکوو. زه هيله لرم چي د وخت په تېرېدو سره به بيا دې ته مجبور نه سو، چي نور احتياطي تدابير ونيسو.»

سيمون گس همدارنگه په افغانستان کي د رشوت او اختلاس په اړه هم خبري کړي دي. ده ويلي دي، چي افغان حکومت تل وعدې ورکوي چي د دغه کار په مقابل کي به مبارزه وکړي خو په عمل کي هيڅ هم نه کوي:

«موږ له کرزي سره هم په شخړه کي يو، موږ يو له بل سره مختلف سياسي نظرونه لرو. خو په مجموع کي هغه څه چي زموږ په ستراتيژي پوري اړه لري، په هغه کي بيا پر يوه لار روان يو او زما په نظر دغه ستراتيژي به همداسي ادامه ولري.»

سيمون گس په پای کي د دغه ماموريت د بيلانس په اړه وايي، چي ناتو ونه سوای کولای چي طالب جنگيالي په بشپړه ډول له منځه يوسي. هغه زياته کړې ده، چي په افغانستان کي د سولي راوستلو له پاره موږ يوې سياسي پروسې ته اړتيا لرو.

د گس په اند دغه کړکېچ به له پوځي لاري حل نه سي. په افغانستان کي خلک په ورځني ژوند کي له نورو مشکلاتو، لکه د اوبو نه سمبالښت، د برېښنا نه شتون او له بېکاري سره لاس او گريوان دي.

گس په افغانستان کي خپل ماموريت پای ته ورساوه او پرځای ئې هالندی ماوريتس يوخيمز په دنده گومارل سوی دئ.

هاسليبخ/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل