1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«گمان کیږي چې په بن کې بم ایښوونکی د اسلامي تندلارو سره تړاو لري»

۱۳۹۱ آذر ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/1736L

د المان د بون ښار د تیرې دوشنبې په ورځ «د دسمبر د میاشتې لسمه نیټه» د یوې اسلامي ترهګري حملې څخه بچ سو، چي په ډیر احتمال سره به یې سختي خرابۍ رامنځته کړی وای. د رسنیو په حواله د بون د اورگاډي په سټیشن یا تم ځای کې چاودیدونکي توکي د یوه ریموټ پواسطه فعاله سوي ول، خو د یوې خرابی له کبله ونه چاودیدل.

اوس د المان لویي څارنوالۍ د دغه پیښې پلټني او تحقیقات پر غاړه اخیستي دي. په کارلس روهه، کي څارنوالی خبر ورکړی دې، چي داسي ابتدايی شکونه موجود دي چي د یوه ترهګر سازمان لخوا دې د چاودیدونکو موادو حمله پلان سوې وي. یوه کس په یوه سپورتي بکس کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او د تیرې دوشنبې په ورځ یې د غرمې پر مهال د بون د اورگاډو په تم ځای کې پریښی وو. څارنوالي وایی چي داسي شک موجود دی چي دغه شکمن کس به د اسلامي تندلارو ډلو سره ارتباط ولري.