1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گيلاني د محکمې د سپکاوي په تور تورن سو

۱۳۹۰ بهمن ۲۴, دوشنبه

د پاکستان ستري محکمې ددغه هیواد لومړی وزیر د محکمې د سپکاوي په تور تورن کړ. خو گیلاني بیا دغه تور نه مني. هغه وايي چي محکمې ته به په ليکلې بڼه خپل دلايل وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/142Nm
انځور: AP

که چیري پر گیلاني لگېدلي تورونه ثابت شي کيدای سي چې هغه د شپږو میاشتو بند په سزا محکوم سي او له خپلي چوکۍ څخه ليري سي. د پاکستان ستري محکمې له تیرو دوو کلونو راهيسي له دولت څخه غوښتي دي چې د سويس چارواکو ته د دغه هیواد د ولسمشر په وړاندې د درغلیو د دوسیو د پرانیستلو له پاره یو لیک واستوي.

یوسف رضا گیلاني د پاکستان لومړنی برحال وزیر دئ چې پر دغسي تورونه ورباندي لگول کیږي. د پاکستان د قضايي قوې او ملکي دولت تر منځ دغه کړکېچ سیاسي بې ثباتي رامنځ ته کړې ده.

پر دې سربیره دغه هیواد د القاعدې له ترهگرې شبکې او طالبانو له خوا هم د تاو تریخوالي سره مخامخ دئ. اوس ډیری په دې اند دي چې په دغه هیواد کي به تر وخت مخکي ټاکني تر سره شي.

پر آصف علي زرداري او د هغه پر وفات شوي مېرمني او پخوانۍ صدراعظمي بې نظیر بهټو تور دئ چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې ئې له ځینو شرکتونو څخه د ماليو په ترڅ کي شاوخوا ۱۲میلیونه ډالر د سويس هیواد بانکونو ته انتقال کړي دي.

گیلاني چي توره دریشي، خړه نکټایي او سپین کمیس ئې اغوستي ول محکمې ته تر رارسیدلو څو دقیقې وروسته د محکمې د سپکاوي په تور تورن شو.

د سترې محکمې قاضي ناصر المک، پر هغه دغه تور ولگاوه او له هغه څخه ئې وپوښتل چې « دغه تورونه مني؟»

گیلاني په ځواب کې وویل «نه» او زیاته ئې کړه چې په دې اړه به نور جزئیات په لیکلې بڼه سترې محکمې ته وړاندي کړي.

سترې محکمې دغه راز څارنوال ته امر وکړ چې نوموړې قضیه تعقیب کړي او د پنجشنبې تر ورځي پوري اسناد ور ورسپاري چي محکمه به ئې د فبرورۍ د میاشتې پر ۲۲مه نیټه وڅېړي او د فبرورۍ د میاشتې پر ۲۸ نیټه به لومړي وزیر خپل دلایل وړاندي کړي.

دا په داسي حال کې ده چې د مارچ د میاشتي پر دوهمه نېټه په پاکستان کې د سنا د مجلس ټاکني تر سره کیږي.

د پاکستان لومړي وزیر هر وخت پر دې ټینگا کړی دئ چې د پاکستان ولسمشر له قانوني تعقیب څخه خوندي دئ.

په پاکستاني رسنیو کې داسې گنگوسي هم وې چي ښایي د لومړي وزیر ځایناستی وټاکل شي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیري فردوس عاشق اعوان، خبریالانو ته ویلي دي چې د نوي لومړي وزیر د ټاکلو په اړه خبري تر وخت مخکي دي او د پاکستان ولسمشر له قانوني تعقیب څخه خوندي دئ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل