1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گیلاني په قطر کي د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري کوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۵, شنبه

د پاکستان د حکومت یو ویاند د شنبې په ورځ ویلي دي چي د هیواد صدراعظم به ئې په راتلونکي اونۍ کي قطر ته سفر وکړي. د هغه په خبره پاکستانی صدراعظم به په دغه سفر کي د افغانستان د سولي د بهیر په اړه د پاکستان موقف روښانه کړي.

https://p.dw.com/p/13wzX
گیلاني به قطر ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سولي د بهیر په اړه د پاکستان موقف روښانه کړي
گیلاني به قطر ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سولي د بهیر په اړه د پاکستان موقف روښانه کړيانځور: AP

طالبانو تیره میاشت په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له امریکایانو سره په قطر کي د یوه دفتر د پرانستلو په اړه يوي لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي. تر دغه اعلان وروسته افغان حکومت او پاکستان ځان له دغو خبرو اترو څخه لیري احساس کړ او په دې اړه ئې خپلي انديښني څرگندي کړي.

افغانستان او پاکستان خو آن له طالبانو سره په سعودي عربستان کي د خبرو اترو پیلولو هڅي وکړي، خو طالبانو وویل چي له افغان حکومت سره به په سعود عربستان کي خبري و نه کړي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني، په داسي حال کي قطر ته سفر کوي چي تر دې مخکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیري حنا رباني کهر، افغانستان ته سفر کړی وو او ویلي ئې وو چي که افغانستان وغواړي نو پاکستان به پر طالبانو فشار رواړي چي د سولي له بهیر سره یو ځای شي. هغې زیاته کړي وه چي پاکستان به د افغان دولت په غوښتنه او د دغه دولت په مشرۍ د سولي د هر بهیر ملاتړ وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي گیلاني به په قطر کي د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبری وکړي. دغه ویاند زیاته کړي ده: «زموږ صدراعظم به په قطر کي د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري وکړي. هغه به همداراز د روانو خبرو اترو په اړه د پاکستان لید لوری هغوی ته روښانه کړي.»

د افغانستان د سولي په بهیر کي د پاکستان ونډه ډیره مهمه بلل کیږي. پر دغه هیواد له طالبانو او د هغوی له مشرانو څخه د ملاتړ کولو تورونه لگول شوي دي. د ناټو په یوه بربنډ شوي رپوټ کي راغلي دي چي د پاکستان استخباراتي شبکه له طالبانو څخه په مستقیمه توگه ملاتړ کوي. دا په داسي حال کي ده چي پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي او ویلي ئې دي چي پخپله د تروریزم قرباني ده.

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي هم وایي چي د سولي هر بهیر باید د افغانستان په ګډون او مشرۍ پر مخ ولاړ شي. د دغي شورا یو غړي قیام الدین کشاف، دویچه ویله سره په مرکه کي ویلي دي چي که افغانستان د سولي له بهیر څخه لیري پریښودل شي نو دا به په هیواد کي جګړه نوره هم توده کړي.

هغه زیاته کړي ده چي د افغانستان گاونډي هیوادونه د دغه هیواد د سولي په بهیر کي ډیر مهم رول لوبولی شي. د کشاف په خبره په افغانستان کي د سولي راوستلو له پاره باید له ټولو وسلوالو ډلو سره خبري اتري وشي. هغه په دې برخه کي په خاصه توگه د حزب اسلامي له ډلي څخه یادونه کړي ده او ویلي ئې دي چي هیله لري چي دغه ډله به د نورو مذاکراتو له پاره کابل ته راشي.

مسعود جهش (دویچه ویله، د فرانسي خبري آژانس)
کتونکی: سید ریاض

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب