1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گیلاني په قطر کي د افغانستان د سولي په اړه وغږید

۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د پاکستان صدراعظم قطر ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولي د بهیر په اړه خبري اتري کړي دي. قطر د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو اترو کوربه دئ.

https://p.dw.com/p/13ygC
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني، قطر ته د خپل سفر په دویمه ورځ د دغه هیواد له امیر سره د افغانستان د سولي په اړه خبري اتري وکړي. گیلاني د دوشنبې په ورځ په یوه درې ورځني سفر قطر ته ورسید چي د دغه هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولي د بهیر او د قطر او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه خبري وکړي. طالبانو ویلي دي چي په قطر کي به له امریکایانو سره د خبرو اترو په موخه یو سیاسي دفتر پرانیزي.

پاکستاني دولتي چارواکو ویلي دي چي گیلاني قطر ته د خپل سفر پر مهال غواړي له دغه هیواد سره د پاکستان اړیکي پیاوړي کړي. خو یوه بل پاکستاني لوړپوړي چارواکي د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چي صدراعظم به په دغه سفر کي د افغانستان د سولي د بهیر په اړه هم خبری اتر وکړي.

د قطر له خوا په خپره شوي بیانیه کي هم راغلي دي چی دغه هیواد ته د پاکستان د صدر اعظم د سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پراخول دي.

دا په داسي حال کي ده چی د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي، د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د افغانستان د سولي په بهیره کې کلیدی رول لوبولای شي.

موسی زی په داسي حال کې دغه خبري کوي چې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني، دا مهال په قطر کې دﺉ چې د دغه هیواد له چارواکو سره د طالبانو د سیاسي دفتر د جوړیدو په اړه خبري وکړي.

تر دې مخکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې قطر ته د ګیلاني د سفر موخه د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو منځګړتوب دﺉ.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیري د افغانستان د سولي له بهیر سره خپل ملاتړ اعلان کړې دﺉ چي افغانستان له دې کبله ورڅخه مننه کوي. موسی زي زیاته کړې ده: «میرمن کهر په کابل او ښاغلي ګیلاني په اسلام آباد او قطر کې په تکرار او وضاحت سره ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د سولي د بهیر پوره ملاتړ کوي خو دغه بهیر باید د افغان دولت ترمشرۍ او حاکمیت لاندي ترسره شي. دا هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو او دولت غوښتنه هم ده.»

ښاغلي موسی زي هیله وښوده چې پاکستان به په دې برخه کې خپل اغیزمن رول په پوره صداقت سره ولوبوي.

دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر افغان کارپوهان بیا قطر ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر موخه هغه اندیښني بولي چې گویا افغانستان او پاکستان د قطر د سولي له بهیر څخه بهر پريښودل شوي دي.

پخواني ډیپلوماټ احمد سیدي، په دې اړه د دویچه ویلي پښتو ویب پاڼي ته وویل چي کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزېري د سفر موخه هم د قطر د سولي په بهیر کي د پاکستان شریکول وو. سیدي زیاته کړه:«تر اوسه پوري پاکستان د افغانستان د سولي په بهیر کې صادقه نه دﺉ او صادقانه کار نه کوي. پاکستان په دغه بهیر کي خپله ګټه لټوي نه د افغانستان او د دغه هیواد د خلکو.»

دا په داسي حال کي ده چي پاکستاني چارواکو په وروستیو کې ویلي دي چې د افغانستان په اړه به خپله تگلاره تر کره کتني لاندي ونیسي. د دغو چارواکو په باور دا تګلاره پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف، جوړه کړې وه چې بدلون ته اړتیا لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسي زي، د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یو شمېر نړېوالو کنفرانسونو د جوړیدو څخه هم خبر هم ورکړ.

ده په دې برخه کې د شیکاګو سرمشرېزي ته اشاره وکړه او ويویل چې په دې ناسته کې به د ناټو او افغانستان ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو پر سند خبري اتري وشي. د شیکاګو د کنفرانس بله موضوع به د افغانستان د امنیتی ځواکونو روزنه او تجهیز وي. دا کنفرانس به د روان کال په مي میاشت کي جوړ شي.

اسماعیل شاکر (د فرانسي خبري آژانس، دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش