یاغیانو درې پاکستاني سرتیري ووژل
۱۳۹۱ شهریور ۲, پنجشنبهاعلان
په خیبر پښتونخوا کې د پنجشنبې په ورځ یو شمیر یاغیانو درې تنه پولیس ووژل. اوس په دې ځای کې د پاکستان پوځ د کورني تاوتریخوالي پر وړاندې پر پوځي عملیاتو باندې لاس پورې کړی دﺉ.
که څه هم تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې پېښي پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو پولیس وايي چې پاکستاني طالبان د دې پېښي تر شا دي. د پولیسو یوه سیمه ییز قوماندان محمد سعید، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې طالبان د پولیسو پر یوې ګزمې تر برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.
پولیس وایي چې اوس ئې د پېښې په سیمه کې پر پلټونکو عملیاتو باندې لاس پورې کړی دئ.