1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یانو کوویچ په کیف کې یوه توافق ته د رسیدو اعلان وکړ

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲, جمعه

په اوکراین کې د سیاسي کړکیچ ښکیلو اړخونه د یوه انتقالي حکومت، نوي اساسي قانون او وخت تر مخه د ټاکنو په ترسره کیدو سره غواړي د دغه هیواد سخت سیاسي بحران ته د پای ټکی کښیږدي. دغه خبره د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر کړې ده.

https://p.dw.com/p/1BDDX
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې دمخه د اروپایي ټولنې یوه لوړپوړي استازي چې د دغه کړکیچ د حل له پاره ټاکل شوی وو، د آلمان خبري آژانس (ډې پې اې) ته ویلي وو چې د یوه مؤقت تړون پر محتوا باندې د حکومت او اپوزیسیون تر منځ موافقه شوې ده.

د اوکراین حکومت او د اپوزیسیون استازو یو مؤقتي تړون لاسلیک کړی دی تر څو دغه سیاسي کړکیچ ته د پای ټکی کښیږدي. دغه جوړ جاړی د آلمان، پولنډ او فرانسې د بهرنیو چارو د وزیرانو په منځگړتوب تر سره شوی دی.

تر دې د مخه په میدان کې د حکومت مخالفینو د دریو بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د کړکیچ د ختمولو له پاره وړاندې شوی پېشنهاد منلی دی. د اپوزیسیون یوه مشر ویتالي کلېتچکو د «بلډ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې اپوزیسیون به دغه تړون لاسلیک کړي، خو هغه زیاته کړې وه چې نورې خبرې اترې هم اړیني دي تر څو داخلي سیاسي کړکیچ ته د پای ټکی کښیودل شي.

تر دې د مخه د ولسمشر ویکتور یانو کوویچ، د اپوزیسیون او اروپایي ټولنې د استازو تر منځ په اوکراین کې د روان کړکیچ په اړه خبرې اترې تر سره شوي وې. د اوکراین د ولسمشر له لوري ویل شوي وو چې یو جوړجاړی رامنځ ته شوی دی او پر اړونده متن باندې د اروپایي ټولنې استازو او روسیې هم موافقه کړې ده او د ورځې په اوږدو کې به لاسلیک شي. خو دغه خبر نه د اپوزیسیون او نه هم د اروپایي ټولنې د استازو له لوري تائید شوی وو.

په دغو خبرو اترو کې د اروپا استازیتوب د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر او د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاف سیکوروسکي کاوه. د اپوزیسیون له لوري ویتالي کليتچکو، آرسیني یاڅینیوک او اولیک تیاگنیبوک، په دغو خبرواترو کې گډون درلود. همداشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د بشري حقونو فعال ولادیمیر لوکیم، په خبرو اترو کې د منځگړي په توگه دگډون له پاره وراستولی وو.

اروپایي ټولنې د دغه کړکیچ له پاره د یوه مهال ویش وړاندیز وکړ. په دغه مهال ویش کې د یوه انتقالي حکومت چې پکښې اپوزیسیون هم گډون ولري د جوړیدو، په اساسي قانو کې اصلاحات او په روان میلادي کال کې وخت تر د مخه د ټاکنو د ترسره کیدو وړاندیز کړی دی. روسي خبري آژانس اېتار تاس، د اوکراین د پارلمان د مرستیال ویاند له قوله ویلي دي چې پارلمان به د جمعې په ورځ د ۲۰۰۴م کال د اساسي قانون د بیرته نافذیدو پر سر بحث وکړي، کوم چې د ولسمشر واک محدودي او د ولس استازیتوب پیاوړې کوي.

د پنجشنبې په ورځ شتاین مایر، سیکورسکي او تر یوه حده پورې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هڅه وکړه چې د اوکراین د کړکیچ د ښکیلو اړخونو تر منځ یو ډیالوگ تر سره شي. شتاین مایر پر دې خبره ټینگار وکړ چې د کړکیچ حل یوازې په اوکراین کې ممکنه دی او هغه هم د سیاسي خبرو اترو له لارې. د پولنډ مرستیال ولسمشر دونالد توسک له لوري ویل شوي دي چې یانو کوویچ په اساسي توگه وخت تر مخه د ټاکنو په تر سره کیدو راضي شوی دی، خو دغه خبره لا تائید شوې نه ده. د توسک د وینا له مخې ولسمشر پر دې باندې موافقه کړې ده چې د لسو ورځو دننه به یو ملي حکومت جوړ کړای شي.

د اروپایي ټولنې له لوري بندیزونه

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بیړنۍ غونډه کې پر دې باندې موافقه کړې ده چې د هغو کسانو پر ضد چې د بشري حقونو سرغړونو مسوولیت پر غاړه ولري او د مظاهرو کوونکو پر وړاندې له سخت چلند څخه کار اخیستی دی، پرې د سفر بندیز ولگول شي او بانکي حسابونه یې کنگل شي. خو زیاته شوې ده چې دغه اقدامات به هغه وخت نافذ شي چې د زور زیاتیو نوې پیښې رامنځ ته شي. زیاته شوې ده چې په بروکسل کې پر ډیر شک او تردد سربیره، د روانو دیپلوماتو هڅې پایلو ته باید انتظار وایستل شي.

میرکل له پوتین او اوباما سره خبرې اترې کړي

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل د پنجشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره تلیفوني خبري کړي دي. په برلین کې د آلمان د حکومت ویاند شتيفن زایبرت، ویلي دي چې صدراعظمې دواړه ولسمشرانو ته په کیف کې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر د منځگړتوب د هڅو په اړه معلومات ورکړل. نوموړې ویاند زیاته کړې ده: «صدراعظمه او دواړه ولسمشران پر دې خبره موافق ول، چې د امکان په صورت کې څومره ژر چې ممکنه وي د اوکراین سیاسي کړکیچ ته د حل لاره وموندل شي او وینې بهیدنې ته د پای ټکی کښیودل شي.»