1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یمني یاغیانو پارلمان منحل کړی

مسعود جهش (dpa, AFP, AP)۱۳۹۳ بهمن ۱۸, شنبه

د یمن شعیه مذهبه یاغیانو ویلي دي چې په رسمې توگه یې د دې هیواد دولت په لاس کې نیولی دی. دغه ډله چې الحوتیون نومیږي وایي چې د یمن پارلمان یې منحل کړی او یوه ولسمشریزه شورا یې رامنځ ته کړې ده چې د هیواد چارې پر مخ یوسي.

https://p.dw.com/p/1EXeV
انځور: picture-alliance/AA/M. Hamoud

د یمن شعیه مذهبه ملیشې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هیواد پارلمان یې منحل کړی او د اساسي قانون د یوې بیانیې له مخې یې یوه ۵۵۱ غړي لرونکو ولایتي اداره جوړه کړې ده چې یوه پنځه غړي لرونکې ولسمشریزه شورا یې ټاکلې ده.

د الحوتیون ډلې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د یمن پلازمینه ونیوله. دغې ډلې تر دې مخکې د یمن پر درو سیاسي ډلو باندې غږ کړی وو چې په دې هیواد کې د ولسمشر او د هغه د کابینې تر استعفأ وروسته رامنځ ته شوې خلا ډکه کړي.

د الحوتیون ډلې د جنوري میاشتې پر شلمه نیټه د یمن ولسمشریزه ماڼۍ او نورې مهمې دولتي ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې. تر دې وروسته دغې ډلې د یمن پخوانۍ ولسمشر ابید رابو منصور، او د هغه د کابینې وزیران په خپلو کورونو کې تر نظارت لاندې ونیول.

الحوتیون د یمن سیاسي مشرانو ته د تیر چهارشنبې ورځ د ضرب الاجل په توگه ټاکلې وه چې رامنځ ته شوې سیاسي خلا ډکه کړې که نه نو دغې ډلې ویلي وو چې په یوازیتوب به د دولت په جوړولو لاس پورې کړي.

په یمن کې په داسې حال کې ولسمشریزه شورا جوړیږي چې د دې هیواد د قانون له مخې یوازې ولسمشر کولای شي چې د اساسي قانون بیانیې او اوامر صادر کړي.


له بلې خوا امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د الحوتیون له خوا د یمن د دولت نیول په رسمیت نه پیژني. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هارف، ویلي دي چې صادر شوې د اساسي قانون بیانیه هغه معیارونه نه پوره کوي چې له مخې یې باید د یمن شخړه د ټولو د قناعت له حاصلولو سره حل شي. هارف زیاته کړې ده: «هلته وضعیت ډیر مغلق او بدلیدونکی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو مخکې تر دې د یمن له پوځ سره یوځای په دې هیواد کې د القاعدې سره تړلو ډلو پر ضد پوځي عملیاتونه ترسره کول. اوس چې په یمن کې حکومت سقوط کړی دی داسې اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې ایا په دې هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو عملیات به دوام پیدا کړي او که نه. د سپینې ماڼې ویاند ایریک شولتز، دغو اندیښنو ته به اشاره کولو سره ویلي دي چې واشنگټن به په یمن کې د ترهگرۍ پر ضد خپل عملیاتو ته دوام ورکړي.

په یمن کې د عربي پسرلي تر پیلیدو وروسته حالات کړکیچن شول او هغه ډلې چې په لومړې سر کې حکومت په ړنگولو کې ښکیلې وې وروسته یو له بل سره د واک پر سر په شخړه کې داخل شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب