1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوروپول: په اروپا کې د نوي برید ګواښ شته

۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

یوروپول ویلي دي چې اسلامي دولت پورې تړلي ترهګر او یا هم نورې ډلې کیدای شي چې اوس هم په اروپا کې د لویو بریدونو ترسره کولو پلان جوړلو په حال کې وي. ویل شوي دي چې فرانسه اوس هم د بریدګرو یو احتمالي هدف دی.

https://p.dw.com/p/1Hjv9
انځور: Reuters/B. Tessier

د یوروپول یا اروپايي ټولني پولیسو په یوه رپوټ کې راغلي دي: «ټول دلایل ښيي چې داعش، او یا هم نور مذهبي افراطي ترهګري ډلي به یووار بیا د اروپا په یوه بله برخه کې ترهګر برید وکړي. خو په خاصه توګه په فرانسه کې د برید ګواښ موجود دی، څو ډېر ملکي تلفات رامنځ ته کړي.»

په رپوټ کې زیاته شوې ده چې په نزدې راتلونکې کې کیدای شي دغه بریدونه وشي خو رپوټ روښانه کړې ده چې دا «څه نا څه ناممکنه ده چې اوس لا روښانه شي چې ترهکر به کله او په کوم ځای کې دغه برید وکړي».

یورو پول روښانه کړې ده چې د اسلامي دولت ترهګرو «ځانګړو ځواکونو ته ورته» عملیات تنظیم کړي دي چې په ترڅ کې یې د هغوی مشرتابه په سوریه کې د عملیاتو لویه ستراتیژي جوړوي او تر هغه وروسته بیا سیمه ییزو قوماندانانو ته اختیار ورکوي چې پخپله د عملیاتو د جزئیاتو په اړه پریکړه وکړي.

د اروپا امنیتي ځواکونه د نوامبر میاشتې پر ۱۳ نېټه په پاریس کې تر بریدونو وروسته د آماده باش په حالت کې دي. په دغه نېټه لسو تنو برید کوونکو په یوه وخت کې پر یوه کنسرت، د فوټبال پر یوه لوبغالي، کافي ګانو او بارونو باندي بریدونه وکړل. په دغو پیښو کې ۱۳۰ کسان ووژل شول او په لسونو تنه نور ټپیان شول.

د ترهګرۍ ضد نوی دفتر

په هالند کې د یورو پول غړو د دې رپوټ له خپرېدو سره سم، «د ترهګرۍ ضد اروپايي مرکز» په نوم یوه نوې اداره هم پرانیستې ده چې هدف یې د بېلابېلو ادارو تر منځ د ترهګریزو پیښو په اړه د معلوماتو شریکول دي.

دا مرکز به همداراز د اعتماد او باور رامنځ ته کولو په برخه کې هم مرسته وکړي. د یورو پول مشر راپ واین ورایت، له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي دي: «دا هغه څه دي چې موږ په تیرو کلونو کې په ښه بڼه نه لرل. زه هیله لرم چې په دې برخه کې د یوروپول وړتیاوې، او هغه هڅي چې له لارې یې یوروپول خپلې وړتیاوي د پاریس برید ته د ځواب ورکولو له لاري په اثبات رسولې دي، په اروپا کې د ترهګرۍ ضد عملیات په برخه اعتماد لوړ کړي او د استخباراتي معلوماتو د شریکولو لامل به شي.»

واین ورایت ویلي دي چې د انترنت څارنه به «د ترهګرۍ ضد اروپايي مرکز» د فعالیتونو اساس جوړ کړي. د هغه په خبره به دغه اداره په ټولنیزو رسنیو او نورو انترنتي پاڼو کي ترهګرۍ ته تبلیغات په ګوته کړي او هغه به له منځه یوسي.

د نورو ډلو له خوا ګواښ

د یوروپول په رپوټ کې راغلي دي چې القاعده هم کیدای شي چې له داعش سره د رقابت په موخه بریدونه وکړي. په رپوټ کې په ځانګړې توګه د بهرنیو جنګیالیو په اړه اندېښنه ښوول شوې ده چې پکښې ۵۰۰۰ اروپايان هم شامل دي چې په سوریې او عراق کې تر جګړې وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.