1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«یورو فایټر» له هغې هم ګرانې دي چې تر اوسه یې اټکل کیده

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۱۶, یکشنبه

د «یورو هاک» په نوم د بې پيلوټه الوتکو د پروژې د ناکامۍ وروسته، د آلمان پوځ یو ځل بیا د خپلې یوی بلی تجهیزاتي پروژې له امله د ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

https://p.dw.com/p/193Rh
انځور: picture-alliance/dpa


د آلمان پوځ د خپل هوایي پوځ د تجهیزاتو د نوي کولو له پاره، باید اوس له هغه څخه زیاتې پسې ولګوي چې تر اوسه پورې یې اټکل کیده. د «یورو فایټر» ډوله په نوم د جنګي جیټ الوتکو بیې ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې دي. په همدی وجه د المان د دفاع وزیرو توماس دیمیز په داسی یو کال کی چی پارلمانی انتخابات په مخکی دی، له نیوکو څخه ځان نه شي لیرې ساتلی.

دغه ستونزه د «یورو فایټر» په نوم د جنګي جیټ الوتکو پواسطه د آلمان د پوځ تجهیزول دي. د «دېر شپیګل» په نوم آلمانۍ ورځپاڼې په خپلې تازه ګڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (د جولایي د میاشتې اتمه) خپريږي، رپوټ ورکړی دی چې د آلمان اردو په دې برخه کې د سترو مالي او د کیفيت له لحاظه له ستونزو سره لاس او ګریوان ده. دغه جنګي جیټ الوتکې ښایي له هغه ډیرې ګرانې وي چې تر اوسه یې اټکل کیده.

د آلمان د دفاع وزارت چې تر دې د مخه د یورو هاک په نوم د پروژې د ناکامۍ په ترڅ کې له نیوکو سره مخامخ شوی وو، په برلین کې دا خبره تایید کړې ده چې د شاوخوا ۱۴،۷ میلیاره یورو په بدل کې یې د ۱۸۰ «یورو فایټر» په نوم د جنګي جیټ الوتکو د رانیولو پر سر موافقه کړې ده. له دغه پیسو څخه به د روان کال تر پایه پورې شاوخوا ۱۴،۵ میلیارده یورو مصرف شي او تر هغه وخته به یوازې ۱۰۸ الوتکې دوی ته په اختیار کې ورکړل شي.

د دیر شپیکل د رپوټ پر اساس د ۲۰۱۸م کال تر پایه د آلمان پوځ د ۱۶،۸ میلیارده یورو لګښت په پام کې لري، چې ښایي دغه مبلغ هم له خپل ټاکلي حد څخه د یو میلیارد یورو په اندزاه نور زیات شي. داسې په نظر رسیږي چې د انتخاباتي مبارزې په پام کې نیولو سره سمدلاسه دغه موضوع تر غور لاندې و نه نیول شي.

لوړ قیمت او خراب کیفیت؟

پر دې سربیره د «دېر شپیګل» مجلې د آلمان پوځ له پاره د پوځي تجهیزاتو د ناخواله کیفیت په هکله هم رپوټ ورکړی دی. د غه مجله په خپل رپوټ کې د بیلګې په توګه وایي چې د آلمان پوځ د «اروپا هوایي دفاعي او فضايي شرکت» یا EADS د «یورو فایټر» د جنګي الوتکو له پاره د یوه شرکت د فعالیت اجازه په ۲۰۰۸م کال کې پای ته ورسوله، خو دغه شرکت په ۲۰۱۱م کال بیرته اجازه نامه تر لاسه کړه. خو د آلمان د دفاع وزارت د پوځ د تجهیزاتو په برخه کې د ناوړه کیفیت تورونه ردوي.