1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: د افغانستان د زندانونو وضعیت ښه شوی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر (یوناما) ویلي دي، په داسې حال کې چې د دې هیواد په زندانونو کې وضعیت د پخوا په پرتله یو څه ښه شوی خو بیا هم د روغتیایي خدمتونو په برخه کې لا ډیر کار ته اړتیا شته.

https://p.dw.com/p/1IeX0
انځور له ارشيف څخه
انځور: picture-alliance/dpa/J. Guez

د یوناما دفتر د پنجشنبې په ورځ د «افغانستان په زندانونو کې د روغتیایي خدمتونو ارزونه» خپره کړې ده. په دې رپوټ کې د افغانستان په زندانونو کې د ۲۵۰۰۰ بندیانو روغتیایي وضعیت او هغوی ته د روغتیایي خدمتونو د روسولو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د ۲۰۱۵م کال د دسمبر میاشتې پر ۱۷ نیټې ملګرو ملتونو په زندانونو کې بندیانو ته د روغتیایي خدمتونو حد اقل حدود وټاکل او په دې ترتیب سره یوناما د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۳۱ زندانونو وضعیت څېړلی دی، چې روښانه شي آیا په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوي حد اقل حدود په پام کې نیول کیږي او که نه.

د یوناما له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د ارزونو په پایله کې جوړ شوی رپوټ د افغانستان په اوسنیو زندانونو کې د روغتیاي خدمتونو په برخه کې ځيني خلاوي په ګوته کړي دي. په دغو خلاوو کې په ځانګړې توګه د بندي ښځو له پاره د مساوي روغتیایي خدمتونو نه شتون هم شامل دي.»

د یوناما د قانون د پلي کیدو د څانګې مشر میشایل هارتمن، ویلي دي: «افغانستان په زندانونو کې ټولو ته د لاسې رسي وړ روغتیایي خدمتونو د یوه موثر سیستم ټينگ بنسټ ایښی دی. دغه هیواد باید پر دې بنسټ باندي نور هم کار وکړي چې د ټولو بندیانو د ساتنې دنده پر ځای شي.»

په زندانونو کې د ماشومانو شتون

په رپوټ کې تر ټولو «خواشینوونکي موضوع» په زندانونو کې له خپلو والدینو سره د ډېرو ماشومانو شتون ياد شوی دی. د دغې ستونز د حل له پاره د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د والدینو د بندي کولو پر ځای د بدیلو جزا ګانو رامنځ ته کیدو سپارښتنه کړې ده.

یوناما په خپل رپوټ کې افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو ته یې د وضعیت د ښه کولو له پاره سپارښتنې هم کړې دي. په رپوټ کې همداراز سپارښتنه شوې ده چې د افغانستان د زندانونو چارواکي یو له بل سره خپلي تجربې شریکې کړي، څو په ټول هیواد کې ښه ستندرونه رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله، د ثور د اتمې نیټې په مناسبت خپله وینا کې وویل چې له چارواکو سره یې د زندانونو وضعیت د ښه کیدو په اړه خبري کړي دي.