1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

یوناما: په افغانستان کي ملکي تلفات ډېر شوي

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي چې په افغانستان کې ملکي تلفاتو د ۲۰۱۷م کال په لومړۍ نیمايي کې ډیر زيات شوي دي. په دې موده کې ۱۶۶۲ ملکيان وژل شوي او۳۵۰۰ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2ge8v
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما له خوا د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جولای ۱۷) په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د مرګ ژوبلې۲۰ سلنه برخه په پلازمنیه کابل کې رامنځ ته شوې.

د ملکيانو ډیره برخه د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې وژل شوي. ډیر وخت په افغانستان کې د بریدونو پړه طالبان او داعش ترهګره ډله پر غاړه اخلي.

نوې شمیري ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د همغږو شویو بریدونو له کبله په تلفاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلي دی. په دې موده کې دغه شان بریدونو ۲۵۹ تنه وژلي او ۸۹۲ نوریې ټپیان کړي دي. دا د تیرکال د همدې مودې په پرتله د ورته بریدونو له کبله د رامنځ ته شویو تلفاتو په کچه کې ۱۵ سلنه زیاتوالي ښيي.

تر ټولو خونړۍ پیښه بیا په می میاشت کې د کابل برید وو چې پکښې تر۱۵۰ ډیر کسان ووژل شول او په سونو نور کسان بیا ټپیان شول. یوناما د دغې پیښې د وژل شویو کسانو شمیر ۹۲ تنه وښود او هغه یې له ۲۰۰۱م کال راهیسې په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ برید وباله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګري استازي تادامیچي یاماموتو، ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې تلفات اوس هم «ډیر لوړ» دي.

تاماموتو په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د غیرمتجانسو، ډله ییز وژونکو او په لاس جوړو شویو غیر مجاز چاودیدونو توکو استفاده په خاصه توګه ویروونکې ده، او باید ورته د پای ټکی کیښودل شي.»

د ښځو او ماشومانو تلفات هم زیات شوي دي. یوناما وایي چې د دې لامل په لاس جوړ شوي مایونونه او په ګڼه ګوڼه سیمو کې هوایي عملیات دي.

د ۲۰۱۷م کال په لومړيو شپږو میاشتو کې ۱۷۴ ښځې وژل شوي او ۴۶۲ تنه نوري بیا ټپیاني دي. دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۳ سلنه ډېرښت ښيي. په عین حال کې په دې موده کې د وژل شویو ماشومانو شمیر ۴۳۶ تنه ښول شوی چې د ۲۰۱۶م کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله نهه سلنه ډېرښت ښيي.

په دې موده کې د افغانستان په شاوخوا نيمايي ولایتونو کې د ملکي تلفاتو کچه د تیر کال په پرتله لوړه شوې ده. د دې موضوع اصلي لامل په دې سیمو کې د حکومت د وسله والو بریدونو ډیریدل ښوول شوي دي.

تر وسله والو مخالفینو وروسته، د افغان امنیتي ځواکونو ځمکني عملیات د ملکي تلفاتو دویم تر ټولو لوی لامل ښوول شوی دی. خو یوناما په ډاګه کړې ده چې د دغو عملیاتو له کبله د رامنځته کیدونکو تلفاتو په کچه کې د تیر کال د همدې موده په پرتله ۱۰ سلنه کمښت راغلی دی.

یوناما له ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیر ثبتوي. دغې ادارې ویلي دي چې له دې مودې راهیسې په افغانستان کې جګړې تر۲۶۵۰۰ ډیر ملکي وګړي وژلي او نزدې۴۹۰۰۰ تنه نور پکښې ټپیان شوي دي.