1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناني خبریال کوستاس فاکسفانس ته برائت ورکړل شو

۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعه
https://p.dw.com/p/16bm4

په آتن کې یوې محکمې یوناني خبریال کوستاس فاکسفانس، ته برائت ورکړی دی. دغه خبریال چې د «هات داک» په نوم د یوې مجلې مدیر وو د شاوخوا د ۲۰۰۰ تنو یو لست خپور کړی چې په اړه یې داسې ویل کیږي چې گواکۍ خپلې مالیې یې نه وې تحویل کړې. دغه لست د «لاگاردي» لست په نوم هم یادیږي. د رسنیو د رپوټونو په حواله په ۲۰۱۰م کال کې د فرانسې د مالیې چارو وزیرې کریستینا لاگارد چې په اوس وخت کې د نړیوال وجهي صندوق مشره ده دغه لست د یونان دولت ته سپارلی وو.