1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: اروپایي ټولنه دي د مهاجرو کړکیچ ختم کړي

۱۳۹۴ آبان ۸, جمعه

د یونان لومړي وزیر د جمعې په ورځ پر اروپايي ټولني د مهاجرو د کړکیچ په کابو کولو کې د بې پروايي له کبله سختې نیوکې وکړې. دا څرګندونې وروسته له هغې کیږې چې د یونان ټاپوګانو ته تر رسیدو دمخه دوو کښتۍ ډوبي شوې.

https://p.dw.com/p/1GxAN
26.06.2015 DW Wirtschaft Fluechtlinge mittelmeer
انځور له ارشیف څخه

د یونان د سوداګرۍ او سمندرونو وزارت وویل چې د کلیمنوس جزیرې ته نزدې د کښتیو د ډوبیدو له کبله ۱۹ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او له همدې سیمي څخه بیا ۱۳۸ تنه نور مهاجر ژغورل شوي هم دي.

په اژه سمندرګي کي په تیرو دریو ورځو کې شاوخوا ۵۰ کسان ډوب شوي دي. همدا راز په اسپانیا کې هم ژغورونکو څلور مړي پیدا کړي دي او د ۳۵ نور هغو کسانو لټه یې پیل کړې چې په اوبه کې لادرکه دي. دې کسانو غوښتل له مراکیش څخه ځان اسپانیا ته ورسوي خو په اوبو کې یي کښتۍ له ستونزو سره تر مخامخ کیدو وروسته ډوبه شوې ده.

د یونان لومړي وزیر الکسس سایپرس، پر دې پیښي خپل خپګان څرګند کړی او پر اروپايي ټولنې یی له دې کبله نیوکه کړې چې د بشري ارزښتونو په ساتلو کې پاتي راغلي دي. پارلمان ته د وینا پر مهال سیپراس وویل: «زه غواړم چې زموږ په سمندر کې د لسونو مړو او انساني فاجعې په اړه خپل خپګان څرګند کړم. د آژې سمندرګي څپې یوازي د مهاجرو او ماشومان مړي ساحل ته نه راباسي، بلکې د اروپايي مدنیت مړی هم راباسي.»

سیپراس د دې فاجعه له پاره هغه لودیځ هیوادونه ګرم وبلل چې په منځنې ختيځ کې پوځې مداخله يي «د دیموکراسي د پلي کولو له پاره نه بلکې د مالي ګټو له پاره وه.» سایپرس زیاته کړه: «زه په دې شرمیږم چې اروپا نه شي کولای دې انساني فاجعه ته د پاې ټکې کیږدي. دلته هر څوک کوښښ کوي، څو ملامتیا پر بل چا واچوي.»

همدا راز په اسپانیا کې د سمندري ژغورني خدماتو چاروکو ویلي دي چې په مدیترانې سمندرګي کې یي څلور مړي موندلي او همداراز ۳۵ نور کسان لا هم لا درکه دي.

ډیر هغه مهاجر چې غواړي اروپا ته ځانونه ورسوي نو اول ځان له ترکیي او نورو هیوادونو څخه یونان ته رسوي. د مهاجرو کړکیچ د یونان چارواکو ته هم ډیري ستونزي جوړي کړي دي.

د دې هیواد د مهاجرت وزیر یانیس موزالس هم د کډوالو د مړیني په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د دې هیواد له ملي تلویزیون سره په مرکه کې یی وویل: «دا یوه ښه خبر ده چې موږ دا شوک ولید، خو زه په دې ویریږم چې موږ به له داسي پیښو سره عادت شو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب