1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان او آلمان د پورونو په اړه نوې خبرې کوي

۱۳۹۴ تیر ۲۷, شنبه

له یونان سره د مرستو پروګرام په اړه په اروپایي هیوادونو کې هم موافقه شوې ده. خو نه یونان او نه هم د یورو حوزې غړي هیوادونه له شوي توافق څخه خوښ دي. یونان وایي چې له توافق سره موافق نه دی خو بله چاره نه لري.

https://p.dw.com/p/1G0uI
انځور: Getty Images/AFP/A. Jocard

که څه هم د یورو حوزې هیوادونو په خپلو پارلمانونو کې دا موضوع تایید کړه چې له یونان سره دې د مرستو د دریمې بستې په اړه خبرې اترې وشي خو بیا هم په مخکې پرتله لار اوږده او ستونزمنه ښکاري.

د یونان لومړي وزیر الیکسس سیپراس دې ته اړ شو چې د خپلې کابینې هغه وزیران له دندو ګوښه کړي چې تر دې مخکې یې د سپما د پروګرامونو او د هغوی پر سر د خبرو اترو کولو په اړه سخت دریځ نیولی وو. په دې ترتیب سره سیپراس د خپلې کابینې له پاره نهه نوي وزیران چې د مالیې او بهرنیو چارو هم په کې شامل وو معرفي کړل.

په هغې موافقې کې چې د یونان پارلمان د پنجشنبې په ورځ ومنله د تقاعد، مالیاتو، د کار د قوانیو ریفورمونه او د دولتي دارایي پلورل شامل دي. دغه تدابیر د هغو په پرتله چې یونان په یوې ټول پوښتنه کې رد کړل ډیر سخت دي.

سیپراس ویلي دي چې هغه له دغو تدابیرو سره موافق نه دی خو ځکه یې منلي دي چې د یوه ډیر خراب وضعیت او د یورو له حوزې څخه د وتلو مخه ونیسي. هغه ویلي دي: «زما پر وړاندې ډیر مشخص انتخابونه پراته وو: لومړی دا چې هغه توافق ومنم چې زه یې له ډیرو برخو سره موافق نه یم، دویم دا چې د بودجي له سخت کسر سره مخامخ شم.»

درون بار

د یونان د ماليې وزیر ایوکلید سکلوتوس، وایي چې هغه به ټول عمر له دې کبله تر فشار لاندې وی چې دغه توافق ته یې مثبته رایه ورکړې ده: «زه نه پوهیږم چې ایا موږ سم کار کړی دی او که نه. خو پر دې خبره پوهیږم چې موږ داسې یو کار وکړ چې د نه کولو امکان مو یې نه لره.»

په برلین کې هم د شوي توافق په اړه څوک هیجاني نه دي. د آلمان صدراعظمې د خپل هیواد فدرالې شورا ته د وینا پر مهال وویل: «که موږ دغه لار و نه آزمویو نو موږ به بې پروایي او آن بې احتیاطي کړې وي.»

په آلمان کې تر یوه ډیر تود بحث وروسته له یونان سره د نوي پلان په اړه خبرو اترو ته په لوړ اکثریت مثبته رایه ورکړل شوه. اوس نو د اروپايي ټولنې مشران د توافق شوي طرحې پر جزییاتو خبرې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب