1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته د رسیدلو کډوالو په شمیر کې ډیروالی راغلی

رویترز / ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

د مهاجرت نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې ویلي دې چې په تیرو پنځو ورځو کې ۴۸ زره کسانو ځانونه یونان ته رسولي دي. دا په داسې حال کې ده چې اروپايي مشران د کډوالو کړکیچ د کابو کولو له پاره هلې ځلې کوي.

https://p.dw.com/p/1GtHl
Erster Flüchtlings-Hotspot auf Lesbos eröffnet
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Pasvantis

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د جمعې په ورځ د یوه رپوټ په خپرولو سره وویل چې په تیرو پنځو ورځو کې «له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې» ۴۸ زره کډوال یونان ته رسیدلي دي. د دې سازمان د رپوټ له مخې یوازې سږکال ۶۸۱ زره کسانو د مدیترانې سمندرګې له لارې ځانونه اروپا ته رسولي دي.

د دې کډوالو ډیر شمیر چې د سوریي، عراق او افغانستان په څیر له جګړه ځپلو هیوادونو څخه دي، د بالقان له لاري ځانونه د اروپا شمالي هیوادونو ته رسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو له پاره د عالي کمیسارۍ مسول امین عواد، په وینا پر سوریي د روسیي هوایي بریدونو هم د دې حالت په کړکیچنیدو اغیز کړی. د روسیي تر بمباریو وروسته د حلب په ښار کې جګرو زور اخیستی چې له دې کبله ۵۰ زره کسان تیښتې ته اړ شوي دي. د عواد د وینا له مخې د دې کسانو ډیر شمیر د سوريي دننه امن ځایونو ته کډوال شوي دي.

د رپوټونو له مخې د سوريي دننه ۶،۳ میلیونه کسان د تيښتې په حالت کې دي او اټکل کیږي چې دا شمیره ۷،۶ میلیونه کسانو ته ورسیږي. د عواد پخ وینا د دې شمیر څخه ځینې کسان له سوريي څخه بهر ته په کډوالۍ بریالي شوي دي.

د بالقان په لاره کې د کډوالو د کړکیچ شدت سره د اروپایي ټولنه په بلنه په بروکسل کې د یکشنبې په ورځ یوه غونډه تر سره کیږي او په دې غونډه کې د مقدونیي او صربستان هیوادونه چې د اروپایي ټولنې غړي نه دي هم دعوت شوي دي ځکه د کډوالو په کړکیچ کې دا هیوادونه هم ډیر ښکیل دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب