1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته ۱۳۰ میلیارده یورو ورکول کیږي

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه

د یورو د حوزې د هیوادونو د مالیې وزیرانو د سه شنبې په ورځ موافقه وکړه چې د یونان د ژغورلو له پاره دغه هیواد ته ‎۱۳۰ میلیارده یورو ورکړي.

https://p.dw.com/p/146ko
انځور: REUTERS

د سه شنبې په ورځ د یورو د حوزې د هیوادونو د مالې وزیرانو پریکړه وکړه چې یونان ته ۱۳۰ میلیارده یورو وکړي چې دغه هیواد ځان له مالي بحران څخه وژغوري.

هغوی له ۱۲ ساعتونو بحثونو څخه ‍وروسته په بروکسل کې دغه پریکړه وکړه. په پلان کې ده چې یونان به د دغو مرستو له ترلاسه کولو وروسته تر ۲۰۲۰ کال پورې د خپلو پورونو کچه د خپل کورني ناخالص عاید ۱۲۰.۵ سلنه ته راټیټه کړي.

دا تر اوسه پورې تر ټولو ډیرې پیسې دي چې د یونان له پاره د پیسو د نړیوال صندوق او د یورو د حوزې د هیوادونو له خوا په پام کې نیول کیږي.

د یورو د حوزې مشر جان کلود یونیکر، له دغې پریکړې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مرستو دغه بسته به د یورو په حوزه کې د یونان پاته کیدل خوندي وساتي.

په همدې حال کې د یورو د حوزې هیوادونو له آتن څخه وغوښتل چې خپلې ژمنې په کتبي توگه هغوی ته وړاندې کړي.

یونان ته د نوو مرستو ورکول هم پر یو شمیر شرطونو پورې تړلي دي چې د یونان په مالې سیستم کې د اصلاحاتو راوستل او د لگښتونو کمول هم په کې شامل دي.

د یونان ولسمشر لوکاس پاپادیموس، له دغې پریکړې وروسته وویل چې ډیر خوشحاله دئ. خو هغه زیاته کړه چې هیواد ئې سخته لاره په مخ کې لري.

په همدې حال کې په یونان کې د دولت د لگښتونو د کمولو د سیاست په وړاندې سختې مظاهري په لاره اچول شوي دي.

مسعود جهش (دویچه ویله)
کتونکی: عبدالباري حکیم