1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د جي شل د رواني غونډې تر ټولو مهمه موضوع ده

۱۳۹۰ آبان ۱۳, جمعه

د نړۍ مخکښ صنعتي هیوادونه چې د «شل ډلی» یا «G20» په نامه مشهوره شوې، نن د فرانسی په جنوبی ښار «کن» کی سره ټول شوي دي تر څو د نړیوال مالي کړکیچ پر سر خبرې وکړي. د هغوې کلنۍ غونډه د یونان د مالی کړکیچ تر سیورې لاندی ده.

https://p.dw.com/p/134uy
د یونان کړکیچ د جې شل د رواني غونډې نورې موضوعګاني تر خپل سیورې لاندې راوستي
د یونان کړکیچ د جې شل د رواني غونډې نورې موضوعګاني تر خپل سیورې لاندې راوستيانځور: dapd

د فرانسې په کان ښار کې د امریکا، آسیا او اروپا د وچې مخکښ مشران راټول شوي ترڅو د نړۍ په بیړنیو ستونزو باندې خبرې وکړي. د هغوی د بحث په مهمه اجندا کې نه یواځې نړیوال مالي وضعیت بلکه د اقلیم او د نړۍ د انرژۍ موضوعات هم شامل دي.

سر بیره پر دې هغوی باید د مالي بازارانو لپاره د کنترول د یو مکانیزم په جوړولو، د نړیوال اختلاس او اداري فساد پر ضد مبارزې او د خوراکي توکو د لوړو بیو لانجو باندې هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د دغو بیړنیو ستونزو بحثونه د یونان د کړکیچ تر سیوری لاندې پریوتې. د جي شل د سر مشرایزې کوربه فرانسوي ولسمشر، نیکولای سارکوزي، په خپله پرونۍ پرانیستونکې وینا کې د غوندې برخه والو ته چې په کې د امریکا، روسیې ، چین، برازیل، هند او یو شمیر نورو اروپایي او آسیایي مشرانو ګډون درلود وویل:

«زه له تاسو څخه نه پټوم چې زمونږ بحثونه به د یورو د حوزې ستونزو ته ځیر وي.»

سارکوزي زیاته کړه چې اروپایان له نړیوال وجهی صندوق، متحده ایالاتو او نور شریکانو سره د یورو په روان کړکیچ باندې کار کوی ترڅو هغه ته د حل لاره پیدا کړي:

«مونږ به اجازه ور نه کړو چې یورو له مینځه ولاړه شي. ځکه د یورو له مینځه تلل د اروپا د له منځه تلو معنی لري. سړی باید داسې فکر وکړي چې یورو د اروپایي اتحاد زړه جوړوي، که چیرې دغه زړه ودریږي او مړ شي اروپا ور سره مړه ده.»

د سارکوزې له دغې وینا سره د یونان ستونزه نړیواله موضوع وګرځول شوه. هغه له خپلې داسې یوې یادونې سره وغوښټل چې پر یونان باندې فشار زیات کړي ترڅو د دغه هیواد حکومت د خپل کړکیچ د حل لپاره رښتینې ګامونه اچوت کړي.

د یونان صدراعظم، ګیورګ پاپ اندریو، چې دوه ورځې مخکې یې د یورو په حوزه کې د پاتی کیدو او یا نه پاتی کیدو د فیصلې د کولو لپاره د یوې ټول پوښتنې د په لاره اچولو پریکړه کړې وو، د یورو د حوزې د مشرانو له فشار څخه وروسته له خپل تصمیم څخه واووښت. خو د پاپ اندریو سیاسي برخه لیک نن ټاکل کیږی. هغه د خپل هیواد پارلمان ته د اعتماد د رایې د اخیستو مراجعه کړې. اوس نو د یونان پارلمان پریکړه کوي چې پاپ اندریو ته د اعتماد او یا نه اعتماد رای ورکړي.

یونان د خپلو اروپایي ملګرو په منځ کې خپل اعتماد له لاسه ورکړی. د یورو په حوزه کې اوس آن په دې هکله په بربڼده توګه خبرې کیږی چې که چیرې یونان د خپلو ستونزو لپآره د حل لاره موندلای نه شي نو د یورو له حوزې څخه دې وایستل شي.

د آلمان صدراعظمې، انګلا مرکل، د فرانسې له ولسمشر سره د جي شل د سر مشرایزې څخه مخکی په کان کې ولیدل. هغو وویل چی له یونان څخه د عملي ګامونو انتظار لري:

«ما تر اوسه پورې عملا څه نه دي لیدلي. خبرې زیاتې شوې خو که چیرې یونان د هغه پروګرام پر اساس چې اروپایي ټولنې ورته ورکړی عمل ونه کړي، له دغه هیواد سره به هغه چلند وشي چې پرون مونږ ترې یادونه وکړه. مونږ غواړو چې یونان د يورو په حوزه کې پاتې شي خو نه په هر قیمت.»

د جل شل د سر مشرایرزې د پرونۍ غوندې په ترڅ کې مرکل د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر، بارک اوباما، سره هم ولیدل.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش