1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: د راغلو کسانو لږ ئې مهاجر دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعه

د آتن د حکومت په نظر له ترکيې څخه د ورتلونکو کسانو یوازي هر لسم ئې داسي څوک دی چي له جنگ او تعقیب څخه راتښتیدلی دی. د نورو ټولو له پاره سخته ده چي اروپايي ټولني ته ورداخل او قبول سي.

https://p.dw.com/p/1I7T8
انځور: Reuters/M. Djurica

د یونان په ANT1 تلويزيون کي د دغه هیواد د دفاع وزارت مرستیال دیمتريس ویستاس ویلي دي: «که موږ افغانان د مهاجرو په توگه درجه بندي کړو، بیا نو د راغلو کسانو۹۰سلنه مهاجر دي.» خو په اوس وخت کي د بالکان هيوادونه یوازي سوريانو او عراقیانو ته اجازه ورکوي چي د اروپايي ټولني نورو هيوادونو ته ورتیر سي.

هغوی نور ټوله په داسي انسانانو کي حسابي چي د غربت او بې وزلۍ له کبله اروپا ته تگ غواړي.

د ایدومیني په مهاجرو کمپ کي وضعیت خراب دی

د رسمي ارقامو پراساس په یونان کي۳۲۰۰۰ مهاجر بندپاته دي. ۱۲۰۰۰تنه یوازي د یونان شمال د ایدومیني له سرحد سره بندپاته دي. تر هغه راوروسته چي مقدونيا د ورځي يوازي څو سوو تنو ته غربي اروپاته د تیریدو اجازه ورکوي، د یونان په خوا کي ډیری انسانان بند پاته دي. هلته د مهاجرو له پاره جوړ سوی عاجل کمپ کاملأ ډک سوی دی. سخت یخ او بارنونو خلک مجبوره کړي دي چي په کوچنیو حجرو کي شپې تیري کړي.

د خیریه سازمانونو کارکوونکو مهاجرو ته داسي معلومات ورکړي چي د یونان په جنوبي سرحدونو کي په ښو سرپناوو کي ځای پر ځای کیدلای سي، خو اکثره کسان په دې هیله چي مقدونيا به بیرته سرحدونه خلاص کړي، نه غواړي هلته ولاړ سي.

یونانیان نور کمپونه جوړوي

د یونان چارواکي د دفاع وزارت د مرستیال په حواله په تیسالونیکي او له آتن سره نژدې په شیستو کي د ۴۰۰۰ انسانانو له پاره لوی کمپونه جوړ کړي دي. پردې سربیره د جرمني خبري آژانس (dpa) د معلوماتو پراساس به د یونان- مقدونيا په امتداد پنځه نور نوي کمپونه جوړ سي.

دغه کمپونه چي په راتلونکې اوونۍ کي به تیار سي، مجموعأ ۱۰۰۰۰ مهاجرو ته به د اوسیدو امکانات برابرکړي.