1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: د کډوالو ۴ کښتۍ ډوبې شوې دي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۷, پنجشنبه

د یونان ژغورونکې عمله وایې چې د څلورو کښتیو د ډوبیدو په پيښه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه اووه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د لټون عملیات اوس هم دوام لري.

https://p.dw.com/p/1Gwnr
انځور: OOC Opielok Offshore Carriers

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د یونان له پلازمېنې اتن څخه د ترلاسه شویو رپوټونو په حواله د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۸) د کډوالو هغه څلور کشتۍ چې له ترکیې څخه د یونان پر لور روانې وې په سمندر کې ډوبې شوې دي.

په دغو کښتیو کې تر ۲۰۰ ډیر کډوال سپاره ول. د دې پیښې په پایله کې تر اوسه پورې د اوو ماشومانو او دریو لویانو وژل کیدل تائيد شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د ژغورنې عملیات دوام لري خو کیدای شي چې د پیښې له کبله د وژل شویو مهاجرو شمیر لا پسې لوړ شي.

په لسگونه کسان د یونان لیسبوز ټاپو ته نږدې په سمندر کې له ډبیدو څخه ژغورل شوې دي. د ژغورل شویو کډوالو د بدن د حرارت درجه له ۳۵ څخه ټیټه شوې وه او د سړې هوا له کبله یې بدن رږدیده. د دوی ذهن او د بدن غړو په سمه توگه کار نه کاوه. د لیسوز په ساحل کې داکتران د ژغورل شویو ناروغانو سره مرسته کوي. د ماښام په وخت کې د ترکیې ساحلي ښار ته نزدې د یوې ښځې او دوو ماشومانو مړي هم وموندل شول.

د منځني ختیځ د بحراني سیمو کډوال د ترکیې او یونان له لارې ختیځې اروپا ځان رسوي او وروسته بیا لویدیځ اروپا ته مخه کوي. د یونان د لیسبوز ټاپو، د کډوالو له امله ډیر اهمیت لري ځکه دا د اروپا د خاورې لومړنی ځای دی چې کډوال په کې قدم ږدي.

پولیس هم تر اوسه پورې په دې اړه دقیق نه شي ویلې چې په کوم شمیر کې کډوال به په اوبو کې وي. عیني شاهدانو هم په دې اړه دقیق څه نه دي ویلې. د یونان د پولیسو په حواله په روانې میاشت کې د یونان په سمندر کې د ډوبیدونکو کسانو شمیر ۳۹ ته رسیدلې دي.

د روان عیسوي کال له پيل څخه تر اوسه پورې اروپا ته د ۷۰۰۰۰۰ رسیدونکو کسانو له جملې څخه ۵۶۰۰۰۰ یې د یونان د سمندر له لارې اروپا ته راغلي دي. په دې مسیر کې ۳۲۰۰ انسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.