1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان د ۵۳،۵ میلیارده یورو غوښتنه کړې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ تیر ۱۹, جمعه

د یونان حکومت د اصلاحاتو په هکله غوښتل شوي وړاندیزونه د یورو حوزې خپلو شریکانو ته وړاندې کړي دي. دا چې دغه وړاندیزونه د مرستې د دریمې بستې له پاره بسنه کوي، هغه باید اوس د پور ورکوونکو له لوري وارزول شي.

https://p.dw.com/p/1Fw9i
انځور: picture-alliance/AP/J. F. Badias

د سپما او اصلاحاتو د نوو پیشنهادونو د لېست د وړاندې کولو له پاره تر ټاکل شوي مهلت، یو نیم ساعت دمخه د یونان حکومت هغه د یورو گروپ مشر جیرون دیسبلوم ته رسولي دي. دغه خبره د یورو گروپ د مشر ویاند د ټویټر د ټولنیزې شبکې پر لنډ پیغام تائید کړې ده. که چیرې د اصلاحاتو دغه لیست د نړیوالو پور ورکوونکو له پاره د قناعت وړ وي، نو ښایي هغوی د مرستو نوې پروگرام ومني. یوازې د جولای په میاشتې کې باید آتن پور ورکوونکو ته ۴،۲ میلیارده یورو بیرته ورکړي. د نوو مرستو پرته دغه هیواد د افلاس له خطر سره مخامخ دی او احتمالا له یورو حوزې څخه د یې د وتلو په بیه هم تمامیدای شي.

یونان د ۵۳،۵ میلیارده یورو غوښتنه کړې

د یونان له لوري د اصلاحاتو په بسته کې د تقاعد په برخه کې اصلاحات، د مالیې لوړول او همداشان د دولتي جایدادونو خصوصي کول شامل دي. په دغه ۱۳ مخیز سند کې دا هم راغلي دي چې د عامه خدماتو په برخه کې باید هم اصلاحات رامنځ ته کړای شي. د هغې په بدل کې یونان د ۵۳،۵ میلیارده یورو د مرستې غوښتنه کړې ده، تر څو تر ۲۰۱۸م کاله پورې خپل پورونه بیرته ورکړی شي.

ویل شوي دي چې په راتلونکي وخت کې باید وخت تر مخه د تقاعدي په برخه کې سختي رامنځ ته کړی شي او تقاعد شوي کسان باید په روغتیایي لگښتونو کې پیاوړې ونډه واخلي. همداشان پر شرکتونو او په غیر ضروري شتمنیو باندې د مالیې لوړول هم په پام کې نیول شوي دي. پر دې سربیره د مالیاتو د تيښتې پر ضد د کلکې مبارزې هوډ شوی دی. همداشان د حمل او نقل پر شرکتونو باندې د مالیاتو د لوړول او یو شمیر نور اقدامات هم په پام کې نیول شوي دي.

د مرستې درې کلن پروگرام

د دغو اصلاحاتو په بدل کې یونان د مرستې د درې کلن پروگرام او د پورونو د شرایطو د آسانولو غوښتنه کړې ده، تر څو پر اوسني اقتصادي بحران برلاس توب تر لاسه کړي. د اصلاحاتو د وړاندیزونو په دغه لېست کې راغلي دي چې یونان یو حل غواړي، تر څو خپل ستر پورونه «تنظیم» کړی شي. په اوسني وخت کې د یونان د دولتي پور کچه د دغه هیواد د ناخالص کورني عایداتو ۱۸۰ سلنې ته رسیدلې ده. سربیره پر دې حکومت په وړاندې شوې غوښتنه کې په یونان کې د ۳۵ میلیارده یورو په ارزښت د پانگونې غوښتنه هم کړې ده.

د آتن وړاندیزونه هغو غوښتنو ته نزدې کیږي، چې نړیوالو پور ورکوونکو یې د جون میاشتې کې د خبرو اترو د ناکامۍ دمخه غوښتنه کړې وه. د یونان له لوري دغه نوي وړاندیزونه د مرستو د دریم پروگرام له پاره مخکینی شرط دی، چې یونان یې د چهارشنبې په ورځ د اروپا د میکانزم ثبات څخه غوښتنه وکړه. تر هر څه لومړی دغه هیواد پیسو ته اړتیا لري، چې له څو ورځو راهیسې تړل شوي بانکونه بیرته پرانیستل شي.

ویل کیږي چې په عین وخت کې یونان ته د پورونو د یوې برخې د بخښلې د موضوع پر سر بحثونه بیا راپورته شوي. خو د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل یونان ته د پورونو د یوې برخې د بخښلو موضوع یو ځل بیا رد کړې ده. په پام کې ده چې د یونان د کړکیچ په هکله به د راتلونکې یکشنبې په ورځ په بروکسل کې په یوې بیړنۍ غونډه کې خبرې اترې وشي.