1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان غواړي مهاجر له جزیرو ښارونو ته انتقال کړي

۱۳۹۵ مهر ۷, چهارشنبه

په کمپونو کي کړکیچن حالت ته په کتو سره یونان غواړي مهاجرين نور په جزیرو کي ونه ساتي. هغوی به ډیر ژر په ډله ایزه توگه ښارونو ته انتقال او هلته به تر نظارت لاندي ځایونو کي وساتل سي.

https://p.dw.com/p/2QgCY
Griechenland Ramadan Fastenbrechen in Ritsona Flüchtlingslager bei Athen
انځور: DW/J. Hilton/Pulitzer Center

د پخوانیو پلانونو برعکس د یونان حکومت نه غواړي مهاجر نور په جزیرو کي وساتي. د یونان د اروپا وزیر «نیکوس خایداکیس» المانۍ ورځپاڼي «دی ویلټ» ته د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۸مه نېټه) ویلي دي، چي «موږ به ډیر ژر په دې باندي پيل وکړو چي د مهاجرو یو لوی شمیر د هیواد دننه خاوري ته راانتقال کړو، څو د شرقي آژه پر جزیرو باندي فشار راکم کړو. دا کار به ډیر په منظم او قانوني ډول سره تر سره سي.»

د وزیر په خبره د هغو مهاجرو نومونه چي باید راانتقال سي، چارواکو ته معلوم دي. ده همدرانگه وویل، چي هغوی به په داسي ځایونو او کمپونو کي سره ځای پر ځای سي، چي تر څارني او نظارت لاندي وي.

د روان عیسوي کال په مارچ میاشت کي د اروپايي ټولني او ترکیې تر منځ د مهاجرو تړون پر اساس باید مهاجر د امکان په صورت کي په جزیرو کي پاته سي، څو اروپا ته د هغوی د تلو مخنیوی وسي.

په عین حال کي نیکوس خایداکیس د اروپايي ټولني هيوادونه د یوناني جزیرو د مهاجرو په کمپونو کي په زورزياتي اعمالو شریک وبلل: «د مهاجرو په ځینو کمپونو کي اوراچوني او ناارمۍ تر یوه حده پوري پر غړو هیوادونو باندي د هغوی د نه وېش او لږ مالي ملاتړ له کبله رامنځته کیږي.»

د ده په خبره په اوس وخت کي د دې امکانات موجود دی، چي سمدلاسه ۷۰۰۰ مهاجر د اروپايي ټولني پر نورو هیوادونو باندي ووېشل سی. د هغوی د تگ ټوله شرایط پوره دي. خو اروپايي ټولنه دا کار نه کوي او فشار یوازي پر یونان او مهاجرو باندي په کمپونو کي پروت دی.»

نیکوس خایداکیس زیاته کړه چي د ۲۰۱۵م کال له سپتمبر میاشتي راهیسي د موافقه سوي ۶۵۰۰۰ مهاجرو له جملې څخه چي باید پر نورو اروپايی هيوادونو باندي تقسیم سي، يوازي ۳۵۰۰ تنه منل سوي دي.

وزیر زياته کړه ، چي یونان به د اروپايي ټولني د نورو هيوادو، لکه جرمني څخه هیڅ مهاجر قبول نه کړي، لکه څرنگه چي د کورنیو چارو وزیر توماس ديمیزېر، یې غوښتنه کړې ده. دا به زموږ پر هیواد باندي فشار نور هم ډېر کړي.

اروپا ته مهاجرت